سیاست له نړۍ

د پاکستاني حکومت پر خلاف پدې هیواد کي لوی لاریونونه پیل سوي

خبریال: فضل الله فضلي

په پاکستان کي د اپوزیسیون ډلو ددې هیواد پر موجوده حکومت باندي تر سختو انتقادونو وروسته تېره ورځ لاریونونه پیل کړي دي.

لاریونونه له نن ورځي څخه پراخ سوي او پیل یې په پلازمينه اسلام آباد کي سوی.

لاریون کوونکي د اوسني پاکستاني حکومت پر خلاف را پورته سوي او موجوده حکومت چي مشري یې عمران خان کوي، اعتراضونه پیل کړي.

د پاکستان د ډموکراتیک غورځنګ د ۱۱ مخالفو ګوندونو اتحاد، په ګډون د پاکستان مسلم لیګ نواز ډله، د پاکستان پیپلز ګوند او د جمیت العالمانو اسلام فضل ډلي (جی واې – ایف)  د جمعې په ورځ وروسته له هغه خپل لومړنی لوی لاریون وکړ چي تېره میاشت یې خبر ورکړی وو.

تېره میاشت د یوې غونډي په ترڅ کي د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د جمیت علماء ګوند مشر فضل الرحمن د لاریونونو خبرداری ورکړ او پدې غونډه کي د مسلم لیګ ګونډ مشر نواز شریف انلاین وینا هم وکړه.

نواز شریف د انګلستان پلازمینه لندن کي د ویډیو لینک له لاري په ژوندۍ بڼه وینا کي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د خپل حکومت د ړنګولو او په ټاکنو کي د عمران خان په ملاتړ او ټاکلو تورن کړ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ