که چېرې پروټين په بدن کې کم شي نو څه به پېښ شي؟ سرچینې او ګټې یې دا دي!

د پروټین کلمه د یوناني کلمې له پروټیوس څخه اخیستل شوې ده، چې د اساس او لومړني په مانا ده. د انسان د بدن وزن کې د ۱۸ څخه تر ۲۰ سلنو پورې پروټین دي. په پروټینو کې شته نیوټرینټ زموږ بدن ته ځواک ورکوي.
د روغتیایي کارپوهانو پر وینا داسې ویل کېږي، چې پروټین د انسان روغتیا لپاره ډېر اړین وي، او باید په ورځیني ډول د خوړو په لېست کې مو پروټين لرونکي خواړه واوسي.

که چېرې پروټين په بدن کې کم شي نو څه به پېښ شي؟

هغه کسان چې باډۍ جوړوي او یا هم هر ورځ ورزش کوي، هغوی باید پروټین استعمال کړي. د ځواک د ډېرولو لپاره په عضلو کې موجود پروټین ماتېږي، نو په همدې ډول د عضلو د پیاوړي کولو لپاره پروټینو ته ډېره اړتیا پېښېږي ترڅو د بدن دا اغېزمنې عضلې جوړې شي.
د باډۍ جوړلو او عضلو ته د ودې ورکولو لپاره د پروټینو استعمال ډېر اړین وي، خو که چېرته مناسب پروټین ور ونه رسېږي، ویښتان تویېږي، پوستکی چوي، وزن کمېږي او د عضلو د تکلیف سبب ګرځي.

د پروټینو د ترلاسه کولو سرچینې کومې دي؟

هغه خواړه چې تر ډېره وخته په معده کې پاتې کېږي، د پروټين درلودونکي خواړه وي، چې په دې ډلې کې خوښه او هګۍ جلا ځای لري.
په همدې توګه هغه نور خواړه چې د پروټينو ښه سرچینه بلل کېږي:دال، زړي، وچې مېوې او له شېدو څخه جوړو شويو خوړنیزو توکو کې هم پیدا کېدلای شي.

د پروټینو د استعمالولو ګټې څه دی؟

د پروټینو څخه ډېره ګټه اخیستنه د وزن د کموالي سبب کېږي. او دا ځکه چې کله موږ پروټین لرونکي خواړه وخورو، نو د مړښت احساس کوو.
په همدې ډول پروټين د عضلو په وده کې هم ډېره مرسته کوي، او هغه کمزوري کسان چې غواړي ښه باډۍ ولري نو د پروټين لرونکو خوړو استعمال دې دېر کړي.

د یادونې ووړ ده د ډېر استعمال په صورت کې بدن ته تاوان هم رسوي.

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ