افغانستان اقتصاد

کندهار کې د ۹۴۸ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ.

د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.

ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.

ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.

کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.

د انارو سړې خونې

دغه راز په کندهار کې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د ساتنې په پار ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې هم جوړیږي.

د کندهار انار په کور د ننه او له هېواده بهر ښه نوم لري او د انارو د ساتنې سړې خونې کولای شي، چې په بازار کې د انارو د بیې په مدیریت او دغه راز د بڼوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

یاد وزارت ویلي؛ ددې ترڅنګ یو شمېر نورې پروژې لکه د مېوو او سبو لمریز دستګاوې وېشل د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پروژه کې شامل دي.

ویل شوي؛ ددغو پروژو د پلي کېدو په لړ کې، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. په همدې توګه ددغو کرنیزو بنسټونو تر جوړېدو وروسته لسګونو کسانوته د تل پاتې دندې زمینه هم برابریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ