کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت: ۱۳۹۹ کال کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې شوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
راپور: مصطفی سالک

په ټوله کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې کړي دي، د دې شمیر پروژو په پلي کیدا سره ۳.۴ میلیونه کاري ورځې رامنځ ته شوي، او څه باندې ۳.۵ میلیونه کلیوال وګړي یې له ګټو برخمن شوي دي.
سر بیره پر دې د اوبو رسولو، اوبه خور، ترانسپورت، د بریښنا ویش او پوهنې په برخو کې د نورو ۸۱۰۵ پروژو کارونه روان دي چې څه باندې ۱۱ میلیونه کاري ورځې یې رامنځ ته کړې دي. او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۰.۳ میلیونه وګړي له ګټو برخمن شي.
No description available.

۱: د اوبو رسولو پروژې:

د اوبو رسولو او حفظ الصحې په برخه کې ۱۰۹۲ پروژې تطبیق شوې دي.
او ۱.۵ میلیونه وګړو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو شوي او د حفظ الصحې په برخه کې ورته خدمتونه تر شوي.

۲: اوبه خور:

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اوبه خور ۹۹۷ پروژې تطبیق شوي چې د استنادي دیوالونو، محافظوي او ګبیوني دیوالونو، د اوبو د زیرمو، سیلبرونو، ابګردان بندونو او سربندونو جوړول په کې راځي.
له دې کبله زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شوې او ۱.۳ میلیونه تنه د دې پروژو له ګټو برخمن شوي دي.

۳: ترانسپورت:

No description available.
د سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو جوړولو او د سړکونو د ساتنې او څارنې ۲۴۲ پروژې پلې شوې دي.
د دې پروژو په تطبیق سره ۶۰۵ زره خلک د لومړنیو خدمتونو له مرکزونو سره تړل شوې دي.

۴: د اقتصاد پرمختیا:

د هیواد د ۳۴ ولایتونو د ۷۶ ولسوالیو ۳۳۹۲ کلي تر پوښښ لاندې راغلي.
د سپما ۳۸۱۸۲ ښځينه ګروپونه، او د سپما ۸۰۶۷ نارینه ګروپونه جوړ شوي او د پور او سپما۱۸۰۸ اتحادیې او ټولنې رامنځ ته شوي.
سربیره پر دې د تشبثاتو د پرمختیا پروژې، هغه ۹۲۳۴ بیرته راستانه شوي کډوال تر پوښښ لاندې راوستي چې د غالۍ اوبدنې په برخه کې وړتیا او مهارت لري. همد راز د ۸ ولایتونو په ۳۵ ولسوالیو کې چې د تشبثاتو پروژه په کې فعاله ده په بیرته راستنو شویو کډوالو د غالۍ اوبدنې ۵۰۰۰ دستګاوې هم ویشل شوې دي.
No description available.
ګټه اخیستونکې توانیدلي او په دې ترڅ کې ۳۰ زره متره غالۍ اوبدلي او له دې لارې یې ۶۱ میلیونه افغانۍ ګټه تر لاسه کړې ده.

۵: بریښنا:

د انرژۍ په برخه کې ۶۰ پروژې تطبیق شوي او ۷۲ زره خلکو د تجدید وړ او د تجدید نه وړې انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړی دی.

۶: د کونړ د سیند پر غاړو د دیوال جوړول:

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کونړ سیند د اوبو د مهار کولو په موخه ددغه سیند پر غاړو د ۵۰ کیلو متره استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی.
د دغه دیوال د جوړولو په ترڅ کې ۳۵۰ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۲۵۰ زره کسان له ګټو برخمن شي.
همدا راز دې پروژې ۱۵ زره اوږدمهالي کارونه رامنځ ته کړي د دې دیوال په جوړیدو سره به ۳۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه چې ۲۷ میلیارده افغانۍ ارزښت به ولري هم خړوبه شي دا ځمکه د کونړ سیند د څپاند کیدو له کبله شاړه شوې وه خو اوس به بیرته په کرنیزه ځمکه واوړي.
No description available.

۷: د ملي دسترخوان پروګرام:

د ملي دسترخوان پروګرام په دوو پړاونو کې پلی کیږي، چې په لومړي پړاو کې د هېواد په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱،۶ ميلیونه کورنیو ته او په دویم پړاو کې به په ټول هېواد کې  ۲،۵ ميلیونه کورنیو  ته لومړني خوارکي توکي وویشي، چې د هېواد د نفوس ۹۰ سلنه کورنۍ جوړوي.
تر دې مهاله د ۳۴ ولایتونو په ۲۷۰۳ کلیو کې ۳۵۷ زره او ۹۸۸ کورنیو ته چې ۲.۵ میلیونه کسان کیږي د ملي دسترخوان مرستې ویشل شوي دي دا پروګرام د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د کورونا ناروغۍ د ځپلو د لاس نیوي په موخه تر سره کیږي او ۹۰ سلنه کلیوال وګړي به یې له مرستو برخمن شي د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله نږدې د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت توکي ویشل شوي دي.
د ملي دسترخوان پروګرام  د لاندې پړاوونو په ترسره کولو په کلیو کې پلی کیږي.

د ملي دسترخوان اوه ګوني پړاوونه

۱: د ملي دسترخوان او کورونا ویروس په هکله د پوهاوي ورکول.
۲: د کلیو پر اړه معلومات برابرول.
۳: د پرمختیايي شوراګانو انسجام ( ملي پیوستون، دویم پړاو)
۴: د ګټه اخیستونکو نوملړ چمتو کول.
۵: د څار کمیټه رامنځ ته کول، تدارکات( په دویم پړاو کې ویش او توزیع)
۶: پلان جوړونه او د توکیو ویشل.
۷: راپور ورکونه
No description available.

۸: د ارغنداب د اوبو د حوزې پروژه

د کندهار ولایت په ارغنداب، میوند، شاه ولي کوټ، ژیړۍ، ‌‌ډنډ، دامان، او پنجوايي ولسوالیو کې د ارغنداو د اوبیزې حوزې کار هم د کلیو بیا رغونې وزارت له لوري چې ۵۸.۹۲ میلیونه ‌ډالره لګښت پرې راځي روان دی په دې ترڅ کې به د اوبو د لیږد ۱۱۹ کانالونه جوړ شي.
د دې پروژې په تطبیق سره به ۸۶ زره هکتاره چې ۴۰ زره هکتاره پخوانۍ د ۴۶ زره هکتاره نوې کرنیزه ځمکه ده د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي. په دې سره به ۱.۲ میلیونه کاري ورځې او ۱۲ زره او ۱۲۵ تلپاتې کارونه رامنځ ته شي.