هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

مسلک او تجارت سره ګډ کړﺉ!

هیڅ داسې کس نشته، چې ووايي، پیسې نه غواړم. هرڅوک د پیسو او شتمنۍ په لټه کې دی.

ډېر کتابونه لیکل شوي دي. ډېرې لیکنې شوې، چې څنګه پیسې وګټو؟ څنګه شتمن شو؟ د ګټې خبرې هم ټولې پر دې راڅرخي، چې څنګه له ځانونو شتمن کسان جوړ کړﺉ. په نوره نړۍ کې په دې اړه ځانګړي ټولګي دي، چې خلکو ته پکې د ژر شتمنېدو زده کړې ورکول کیږي.

تاسې که زر کتابونه ولولﺉ، په ټولګیو ګې کښېنﺉ، خو، چې په ځان کې وړتیا ونه لرﺉ، ګټه ترې نه شﺉ احستلای. داسې هم نه، چې دغه لیکنې او کتابونه، یا د نورو خلکو تجربې ګټه نه کوي، ښه ګټور دي، خو مهمه داده، چې موږ ددې ګټورو څیزونو د تحلیل او عملي کولو توان ولرو.

ځینې خلک داسې فکر کوي، چې په درملتون کې هله ګټه کولای شي، چې ډاکټر یا فارمیسست وي.

که همدا مو مسلک وي غوره کار دی، خو حتمي نه ده، چې تاسې ته د طب او فارمیسي پوهنځی کې لیسانس او ماسټري اخستې وي. که د طبابت او فارمیسۍ له مسایلو سره تر وړ کچې بلد وﺉ، تاسې د درملتون او درمل پلورنې چاره پرمخ وړلای شﺉ، ځکه نسخې او په خپل سر درمل تاسې نه ورکوﺉ، تاسې د ډاکټرانود نسخو مطابق عمل کوﺉ.

وروسته، چې ستاسې سوداګري او تجارت پراخیږي تاسې مسلکي زده کړو ته هم اړ کیږﺉ. کوښښ وکړﺉ، چې د شپې پوهنځی ولولﺉ، د فارمیسي کورسونه ووایﺉ، کورنی طبابت یا د بیړني حالت طبابت ولولﺉ او ورو ورو له دغه مسلک سره ځان عیار کړﺉ. څومره، چې تاسې په مسلک پوهیږﺉ، ستاسې کاروبار ورسره ښه کیږي.

تاسې ته هیڅوک دا تضمین نه شي درکولای، چې که انجنیر شوﺉ خامخا به تاسې د یوې تعمیراتي کمپنۍ څښتن وﺉ. ممکن تاسې د عمر تر پایه له نورو سره د مشخص معاش په مقابل کې کارکوونکی پاتې شﺉ، خو دا امکان هم شته، چې په خپل مسلک کې ښه ځای پیدا کړﺉ.

یانې هم کمپنۍ ولرﺉ او هم مو نور کارکوونکي ترلاس لاندې وي. ډېر لږ داسې کسان به وي، چې د سوداګرۍ او پیسو لپاره دې زده کړې کوي. یوڅوک، چې د کرنې پوهنځي لولي، هدف یې دا نه دی، چې دی به د ځمکو او باغونو کاروبار کوي. خو که دایې له مخکې مسلک او د کار ساحه وي، فکر کوم کار به یې لا مسلکي او ګټه ډېره شي.

که څوک وايي، چې زه د پوهنتون استاد یم او باید په خپل مسلک کې تر هرچا ډېرې پیسې وګټم، دا به معقول فکر نه وي، ځکه د پیسې او شتمنۍ ترلاسه کول، خپل ځانګړی مالي هوښ غواړي. محصل او شاګرد به میلیاردر شي، خو استاد به د عمر تایه یو موټر ونه مومي. دا په دې معنا نه ده، چې هغه له علمي اړخه فقیر دی، ددې علت دادی، چې د هغه مالي فکر او هوښ کمزوری دی.

د نړۍ اکثریت میلیاردران له خپلو شخصي وړو تجارتونو وروسته د لویو کمپنیو څښتنان شوي دي.

یو کریټ رومیان یې اخستي، خو وروسته یې د رومیانو ټولو فصلونه اخستي او د رومیانو ټول تجارت یې په لاس کې اخستی دی. یا د مڼو وړوکی دوکان یې درلود، اوس یې د ټولو مڼو صادرات پر غاړه اخستي او د نړۍ ګڼو هېوادونه ته یې صادروي. دا څیز یوازې جرات او فکر غواړي. تاسې که د خپل وړوکي تجارت پر پراختیا او غځونې فکر وکړﺉ، دا امکان ډېر دی، چې ستاسې پرمخ د پیسو ګټنې ګڼې لارې پرانېستل شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */