خواړه ځوانان او زده کړې روغه سټه

خبرداری؛ پروسس شوي خواړه د مړینې خطر لوړوي

ژباړه: عایشه حیدري

څېړونکي پر دې باور دي چې کېدای شي د پروسس شوي خوړو تر کچې ډېر خوراک د زړه د عروقي ناروغۍ لامل شي.

ډېرو څېړنو، د روغتیا ساتنې لپاره په خوراکونو کې د مېوې او سبو پر خوړلو ټینګار کړی دی، خو د امریکا د کلینیکي تغذیې خوړو مجلې په وروستیو څېړنو کې څرګنده شوې ده چې بايد د پروسس شوي خوړو له خوراک څخه ډډه وشي.

څېړونکو تر ۲۲۰۰۰زیات کسان د روغتیا او خوړو شرایطو لاندې په اتو کلونو کې څېړلي دي. دوی له دغې څېړنې څخه دا ترلاسه کړي چې، د مړینې خطر په هغو کسانو کې چې پروسس شوي خواړه خوري ۲۶سلنه د هغو کسانو په پرتله چې پروسس شوي خواړه نه خوري لوړ دی.

او په دغو کسانو کې د زړه په عروقي ناروغیو اخته کېدلو کچه ۵۸سلنه د هغو کسانو په پرتله چې پروسس شوي خواړه نه خوري لوړه ده.

د دې ډلې یوې څېړونکې ماريالورا بوناچیو وايي چې پروسس شوي خواړه ډېری وخت په ډېره کچه تولیدېږي او د وخت په تېرېدو خپلې طبیعي ځانګړنې له لاسه ورکوي.

د کومو خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړو؟

دغه څېړونکي وايي چې پروسس شوي خواړه د قند، غړویو او مالګې لوړه کچه لري او په لږه کچه مغذي مواد لري. د بېلګې په توګه د دغه ډول خوړو څخه کولای شو له هغو خوړه څخه چې په داشونو کې تودېږي، چیپس، سره شوي خواړه او خواږه خواړه د بېلګې په ډول کلچو څخه یادونه وکړو.

د بوناچیو په وينا، د پروسس شوي خواړه په لوړه کچه خوړل کېږي او کله چې د خوړو د رژیم يوه لویه برخه جوړوي نو د دې لامل کېږي چې له خوړو څخه سم خواړه لکه مېوې او سابه لرې شي.

په یادې څېړنې کې هغو کسانو چې له مېوو او سبزيو څخه ګټه پورته کوله د زړه د ناروغۍ له ډېرې ټیټې کچې سره مخ ول، په ځانګړي ډول هغو کسانو چې په خپلو خوړو کې له سبو څخه ګټه اخیسته دغه ناروغۍ پکې نه لیدل کېده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ