ستونزې مو داسې پياوړي کوي

لیکنه: قطار ظفري
په بېلابېلو ټولنو کې مختلف خلک ژوند کوي، د یادو وګړو ژوند په فرهنګي، ټولنیز، سیاسي، دینې، اقتصادي … لحاظ توپیر لري. هر ډول ژوند په خپل ذات کې له یو ډول نه ډول ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
خو ځینې خلک بیا د خپلو مشکلاتو د حل په موخه له مختلفو طریقو څخه کار اخلي ترڅو ټاکلو موخو ته ورسېږي، او ځینې نور بیا نشي کولای، چې په خپل وس او توان له یادو ستونز څخه بهر شي.
پوښتنه اوس دا ده؛ هغه خلک چې له ستونزو سره یې مبارزه کړې او له یادو کږلیچونو څخه روغ رمټ وتلي، ایا هغوی په ذهني او معنوي لحاحظ د پیاوړتیا ګراف لوړ شوی؟
ایا هغه وګړي، چې ژر ماته منونکي دي د هغوی حالات مخ په لوړیدو دي که په ځوړ؟
لومړی – ایا ستونزې د پیاوړتیا لامل دي؟
که خپل چاپیریال ته ځغلنده نظر وکړو، او ذهن ته مو هغه خلک راولو، چې هغوی له زیاتو کړاونو وروسته یوې موخې ته رسېدلي دي او بیا د هغوی تېر او اوسنی ژوند په هر ډګر کې پرتله کړو، نو لاندې ټکي به مو ذهن ته راشي:
هغه انسانان چې په ورځني ژوند کې له سختو کړاوونو وروسته بریالي شوي دي په هغوی کې لاندې ښېګڼې او ځانګړتیاوې پیدا شوې:
۱- حوصله یې زیاته شوې ده.
۲- د مبارزې په خوند پوه شوي دي.
۳- له ډول، ډول اړېکو څخه برخمن شوي دي.
۴- وړتیا یې زیاته شوې ده.
۵- تقوا او خاکساري په کې پیدا شوې وي.
۶- د پلان په ګټو پوهېدلی وي.
۷- د وخت په ارزښت پوهېدلی وي.
۸- په خپله دنده کې مخلص وي.
۹- له اخلاقي او ټولنیز فساد څخه لرې شوی وي.
۱۰- په دنده کې له همکارانو سره په ښه ډول چلند کوي.
۱۱- له بې وزلو سره د مرستې هوډ لري.
۱۲- د ځان د مدیریت په ګټو پوهیدلي وي.
۱۳ ـ په ټولنه کې مخلص او غیر مخلص ورته معلوم شوي وي.
دویم – هغه خلک چې ژر ماته منونکې دي د هغوی حالات مخ په لوړ دي که په ځوړ؟
موږ او تاسو ته مالومه ده او تجربه کړي مو هم دي، چې صبر او مبارزه د هرې نيکمرغۍ پیلامه ده .
او هغه کسان چې مبارز دي، هغوی تر ډېرو لوړو موقفونو رسېدلې، چې د نړۍ د لویو پریکړو توان لري .
هغه کسان، چې ژر ماتې منونکي دي هغوی له لاندې کړاونو سره مخ کېدونکې دي:
۱ـ موخې ته نشي رسیدای.
۲- وخت نشي مدیریت کولای.
۳- بې حوصله وي.
۴- موقف ته نشي رسیدای.
۵- په دنده کې غیر مخلص وي.
۶- په ټولنه کې ښه دريځ نشي پیدا کوي.
۷- خلک باور او اعتبار پرې نه کوي.
۸- روغ کار خرابوي
۹- نازک مزاجه وي.
۱۰- د رییس، مدیر او مشر احترام نشي کولای.
۱۱- د دندې په موندلو کې لالهانده وي.
۱۲ – بلاخره ژوند يې تل د نورو د ګټو په خاطر تېریږي.
له پورتنیو مسایلو څخه داسې اخذ کولای شو، چې ټولې ستونزې د ماتې سبب نشي کېدای. بلکې یوازې د خنډ او ځنډ لامل جوړېدالی شي. همداراز ویلی شو، چې ستونزې انسان غښتلی او هوډمند کوي، د بریا لاسته راوړلو په خوند او قدر يې پوهوي .
ښې بېلګه په نړۍ کې حضرت محمد (ص) دی، چې له هرې ستونزې وروسته یې لا بریا او ځواکمنتیا ترلاسه کړې ده.
نو راځي چې د ستونزو په مقابل کې ستړي نشو او هر مشکل ته په خلاصه سینه ور ودانګو .
یو خو به مو د خدای او ځان لپاره مسوولیت ترسره کړې وي بل به مو د ټولنې د وروسته پاتې طبقې لپاره لاره هواره کړې وي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ