مارچ 7, 2021

د ستونزو څو اسانه حللاره

Advertisements

لیکنه: ملیحه ناصري
هر انسان د ژوند هسکې ټیټې تجربه کوي, له سختیو او کړاوونو سره به مخ کېږي. داسې هم کېږي چې د ستونزو په ګرداو کې دومره راګیر شي چې حللاره یې ترېنه ورکه شي.
دلته مو څو ټکو ته نغوته ( اشاره ) کړې چې کولی شي ستونزې مو ژر دلته حل کړي. او دا یې باوري حللارې دي:

  • پر ستونزو مو هر اړخیز غور وکړئ. لومړی یې ماهیت او څرنګوالی مالوم کړئ چې څه ډول ده. مادي , معنوي او که اروایي ستونزه ده.
  • علت او لامل یې مشخص کړئ. دا ستونزې ولې پېښه شوې. همدا د ( ولې)  ځواب اړین دی. ستونزه ستاسو خپله تېروتنه وه که بل چا دې ګرداو کې ورښکیل کړي یاست.

  • د ستونزې د مینځته راتګ ډول باندې ځان وپوهوئ. له کوم لوري او څنګه راپیدا شوه. د ( څنګه)  ځواب پیدا کړئ.

  • څو دقیقې یوازې کېنئ , سوچ پرې وکړئ, که چېرې تاسو یې له حلولو عاجز شوئ , مرسته وغواړئ. که مطرح کول یې له دویمګړي سره درته سخت و , یا هم شرمېدئ, داسې څوک باید ولرئ چې بېغمه د زړه حال ورته ووایئ. نږدې ملګري نه, مور, پلار, مېرمن او خاوند سره ګډه کړئ ؛ ځکه ستاسو او د هغوی درد یو دی.

  • شرعي حللاره:  تهجد مه هېروئ. د حضرت یونس ( علیه سلام)  دعا چې د قبلېدو په اړه یې حضرت محمد ( ص) ډاډ راکړی , لومړی به دا دعا ( یا حی یا قیوم , لا اله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمین) لولئ بیا خپله غوښتنه مطرح کړئ . د سورة التوبة ( نهه ویشتم آیة)  مه هېروئ.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ