پرينکا چوپړا د خپل خاوند سره د ښه ژوند راز په ډاګه کړ

پرينکا چوپړا او نيک جونز په ۲۰۱۸ز کې د هند په جودا پور کې واده وکړ،د دوی د واده لپاره دوه مراسم د يوبل مذهب ته د احترام په خاطر په هندي او عيسوي کلتورونو کې ترسره سوه.

پرينکا د اسټراليا ووګ مجلې ته ويلي چې ددې او د نيک د واده يوازي دوه کلونه کېږي نوځکه يې په اړه لږ مالومات ورکوي.

ددې په باور ددوی د ښه ژوند راز په خبرو اترو کې دی،په حقيقت کې موږ د يو بل سره کښېنو ،د يو بل سره خبري کوو، د يوبل سره وخت تېروو او ددې هرڅه څخه خوند اخلو.

پرينکا ويلي ددوی د واده مراسم د نړۍ د تر ټولو ستر واده ريکارډ لري چې دوې مياشتې وخت يې ونيوی او پدې اړه موږ ډېر فکر هم ندی کړی.

دا وايي ما هيڅ کله دا فکر ندی کړی چې زه کار کوم ځکه په يوه داسي ټولنه کې اوسېږم چې ټول خلک يې هرسهار ويښېږي خپلو دندو ته ځي.

پرينکا او نيک په لومړي ځل په ټويټر کې سره يوځای سوه،بيا مسيجونه سره پيل کړه، او بيايې په ۲۰۱۷ز کې د اسکارتر نندارې وروسته په لاس انجليس کې سره وليدله .

نيک جونز امريکايي سندرغاړی او سندرې ليکوونکی دی اوسمهال ۲۸ کلن دی،خو پرينکا چې د نړۍ مشهوره څېره ده په باليووډ او هاليووډ کې يې کاميابه رولونه اجرا کړيدي او سمهال ۳۸ کلنه ده.

وروستي مطالب