د پریانکا چوپړا د کلیزي کیک قیمت خلک حیران کړي

د هندي سینما ښکلي فلم ستورې پریانکا چوپړا د کالیزې پر مهال د قیمتي کیک غڅول د خلکو تر منځ بحث کرځېدلی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او خلکو هغه مهال د خلکو پام ځانته راوړاوو چې بیه یې معلومه شوه.
پریانکا چوپړا ۳۷ کلنه شوه او څو ورځې وړاندې يې د خپل امریکایي خاوند نک جونز سره یوځای خپله کالیزه ولمانځله.
د جیو نیوز اردو ویبپاڼې د رپوټ له مخې، څو ورځې وړاندې د پریانکا چوپړا د کلیزې پر مهال نوموړې اداکارې د۳ لکه روپيو زیات کیک غوڅ کړی.
په ټولنیزو رسنیو کې خبرې هغه مهال ګرمې شوې چې د دوی د کیک تصویرونه خپاره شول او بیه یې معلومه شوه.

د مېرمن چوپړا د سالګرې یا کلیزې کیک چې ځومره ښایسته ښکارېده هغومره قیمته هم شوی وه.
د پریانکا خاوند او امریکایي سندرغاړي نک جونز دغه کیک درې نیم لکه روپۍ جوړ کړی وه.
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې د کالیزې دغه کیک داسې جوړ شوی وه چې د پریانکا د جامو د سور او زیز بخن رنګ سره ورته والی ولري.
یاد کیک د چاکلیټو، ککو او ځینو نورو شیانو څخه مشهور کیک جوړونکي او ډیزاینر ډوائن ډیلیکا سیز کیکز له لوري جوړ شوی و.
د یادولو ده چې فلم لوبغاړې پریانکا چوپړا خپل کلیزه تېرو ورځو کې د خپلو ملګرو او کورنۍ سره یوځای په میامي کې ولمانځله.
 




وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ