په پښتو ژبه د پریټي زینټا پیغام ډېرو ته خوند ورکړی

د بالیووډ اداکارې په پښتو ژبه ویډیي پیغام شریک کړی او ویډیو ته یې سرلیک هم لیکلی.
په ویډیو کیپشن کې پریټي زینټا لیکلي:

د آی پی ایل هر فصل کې، زه د فرصتونو په لټه کې یم، چې له کرکټ څخه علاوه یو څه نوي زده کړم.


نوموړې زیاته کړې:

دا ځل ما د ښکلې ژبې د ویلو هڅه کړې. که کومه تېروتنه مې کړې وي، نو بښنه یې غواړم.

په پښتو ژبه کې د اداکارې پریټي زینټا ویډیي پیغام په ټولنیزو رسنیو کې له کورونا وایروس څخه د ځان‌ساتنې په‌پار یو مثبت او ښه پیغام دی، په داسې حال کې چې د کاروونکو لخوا هم ښه ستایل شوی او ډېر نشر هم شو.
یاران هم له پریټي زینټا نه داسې ښکلې هڅې او ښه پیغام ورکولو مننه کوي!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.