اپریل 18, 2021

د هند کوچني لوبغاړي د ډوني او کولي ریکارډونه مات کړل

پرېتوي شاو چې نږدې دوه کاله وړاندې د هندوستان د نولس کلنو لوبډلې لوبډلمشر و په چټکه توپوهنه کې یې نوم ګټلی دی.

کله چې په ۲۰۱۹ کې په آی پي اېل کې د ډیلي کپېټلز لوبډلې په ګټه ولوبېد، نو لوبه یې خورا زړوره او چټکه وه.

همدا علت و چې د غوره لوبې په کولو سره د هندوستان ملي لوبډله کې هم واخېستل شو.

هغه د سه شنبې په ورځ د ممبيي لوبډلې لپاره ویجی هزاری ټرافي لوبوکې په ۱۲۳ توپونو ۱۸۵ منډې وکړې او په داخلي یو ورځنیو لوبو کې یې خپلې غوره منډې ثبت کړې.

له دې وړاندې ایم ایس ډوني ۱۸۳ منډې کړې وې او ویرات کولي هم په ۲۰۱۲ کې د پاکستان پر وړاندې د اسیا جام یوه لوبه کې ۱۸۳ منډې کړې وې.

پرېتوي شاو اوس په ویجی هزاری ټرافي کې د ممبيي لوبډلې لوبډلمشر دی، هغه په ۱۸۵ منډو کولو سره د ساورشترا لوبډلې پر وړاندې د ۲۸۵ منډو هدف بشپړ کړ او لوبه یې وګټله.

ډوني په ۲۰۰۵ کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې ۱۸۳ منډې کړې وې او دا یې په یو ورځنیو لوبو کې لوړې منډې دي.

پرېتوي شاو او جېسوال په لومړۍ وېکټ ۲۳۸ منډې ملګرتیا وکړه، جېسوال هم په ۱۰۴ توپونو ۷۵ منډې کړې وې.

پرېتوي شاو د سه شنبې ورځې لوبه کې ۷ شپږیزې او ۲۱ څلوریزې وهلې وې.

له دې وړاندې هم هغه په ۱۵۲ توپونو ۲۲۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې ۳۱ یې څلوریزې او پنځه یې شپږیزې وهلې وې.

په دې منډو کې هغه د سیواګ ریکارډ هم مات کړی دی، سیواګ په ۲۰۱۱ کې د ویسټ انډیز خلاف یوه لوبه کې ۲۱۹ منډې کړې وې.

پرېتوي شاو په دې توپوهنې سره د سویلي افریقا د پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر شاون پولک د ۲۲۲ منډو ریکارډ هم مات کړی دی، ځکه پرېتوي شاو په لېسټ اې لوبو کې ۲۲۷ منډې کړي او شاون پولک بیا ۲۲۲ منډې کړي دي.

د پرېتوي شاو پېژندنه

نوموړی په ۱۹۹۹ کې د هندوستان په مارشترا ایالت کې زېږېدلی دی او اوس ۲۱ کاله عمر لري.

پیلیز توپوهونکی دی، په ښي لاس توپوهنه کوي او اف بریک توپ اچونه هم کولای شي.

شاوخوا ۱۳ لوبډلو کې لوبېدلی او آی پي اېل کې د ډیلي لوبډلې چټک اوپنر دی.