بریا او پرمختګ رسنۍ سپورټ کرکټ

افغانانو ته په پښتو ژبه د پريتي زينتا ځانګړی پيغام

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

پريتي زينتا يوځل بيا په پښتو ژبه خبرې کړي.

د باليووډ سېنما نوموتې لوبغاړې پريتي زينتا چې په هندوستان پريمرلېګ کې د کينګز ايليون پنجاب لوبډلې مالکه ده تېره شپه يې په پښتو ژبه پيغام خپور کړی.

دې د ويډيو سره ليکلي چې زه پدې لټه کې يم چې هر کال ای پي ایل کې د کريکټ ترڅنګ نوي څه زده کړم,زه هڅه کوم چې ښايسته پښتو ژبه په ښه ډول ياده کړم،که ما کومه تېروتنه کړې وي بخښنه غواړم،او تاسو ويلای سئ چې زه کومه ژبه وايم؟.

دې پر خپل ټويټر او فيسبوک اکاونټونو خپرې سوي ويډيو کې ويلي: “سلامونه مينوالو،په کور پاته شئ،خوندي پاته شئ،خوشحاله اوسئ، ای پي ايل وګورئ،ټولو نه مننه”

د پريتي زينتا پوسټونو ته اکثريت نظريې او کمينټونه د پښتنو او افغانانو له لورې ورکول سوي دي چې ډېری يې د منني په خاطر دي.

دا لومړی ځل ندی چې پريتي زينتا په پښتو ژبه د ټولنيزو رسنيو له لارې ويډيوګانې خپروي.

تېرکال د ای پي ايل په جريان کې د مجيب الرحمن سره یې ګډه پښتو ويله او په يوې بلې ويډيو کې يې د خپلي ملګرې ښه راغلاست په پښتو ژبه کړی.

په پنجاب لوبډله کې مجیب الرحمن دی ، نو همدا لامل دی چې پر پرېتي پښتو ژبه ښه لګېدلې او کله نا کله د افغاني مینوالو لپاره ځانګړي پيغامونه خپروي.

د سږکال ای پي ايل په لومړۍ ورځ د پنجاب لوبډلې پر رسمي فیسبوک او ټويټر اکاونټونو د مجیب الرحمن خبري او افغانانو ته يې ددې ليګ د پيل په اړه په پښتو خبري کړي وې،دې ته ورته له همدې پاڼې څو،څو ځلې پښتو پيغامونه خپاره سوي.

افغان کريکټرانو تر بل هرچا ډېر د خپل هيواد رښتنې څېره نړۍ ته ښودلې او درې رنګه بيرغ يې په نړيواله کچه رپولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ