ولسمشر غني: د کرکیټ بورډ د ستونزو په اړه دي جدي او ژر اقدامات وسي.

نن د هیواد ولسمشر محمداشرف غني په ارګ ماڼۍ کي د کرکیټ بورډ له غړو سره وکتل او د کرکیټ بورډ د روان وضعیت په اړه یې له غړو څخه راپور وارېدئ.
د کرکیټ بورډ غړو ولسمشر ته وویل چي د د ۲۰۱۹م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام په جریان کي او وروسته تر هغه د لوبډلي وضعیت وارزول سو.
دوی زیاته کړه، چي د ملي لوبډلي د ښه کېدو لپاره یو لړ اقدامات هم ترسره سوي دي.
ولسمشر وویل:

دا د بورډ مسئولیت دی چي د لوبډلي د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل سي.

ولسمشر غني د ملي لوبډلي د ستایني ترڅنګ زیاته کړه چي کرکیټ د هیواد ملي پانګه ده، دا پانګه باید زیاته سي او د کرکیټ بریاوي اوسمهال ولس ته یوه مهمه موضوع ده.
نوموړي زیاته کړه چي ملي لوبډلي د هیواد لپاره لويي لاسته راوړني لرلي دي.

ولسمشر کرکیټ بورډ ته وویل:

د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول سي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وسي.

ولسمشر زیاته کړه چي موږ د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ په مخکي لرو او په هغه کي د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول سي او کرکټ باید د یوې ملي پانګي په توګه سرتاسري سي او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب سي.
ولسمشر په داسي حال کي د کرکیټ بورډ د غړو سره ویني، چي په نړیوال جام کي د لوبډلي د نه ځلېدو سره سم یو شمېر لوبغاړو او د کرکیټ بورډ کارکوونکو د بورډ پر ناسمو پرېکړو په ټولنیزو رسنیو کي وږغېدل او رواني ناخوالي یې وغندلي.