Advertisements
سینما او موسیقي

د پرنیتي چوپړا نوی فلم او د مینوالو غبرګونونه یې

د هندي سینما ښکلې او ځوانه فلم ستورې پرنیتې چوپړا د خپل راتلونکي فلم (ده ګرل ان ده ټرین) لومړی څرک خپور کړی.

په خپل ټویټر اکونټ یې د خپل دغه فلم پوسټر خپور کړی چې نوموړې لوبغاړې د حمام اوبو په یوه ټب کې ناسته ده او سر یې ټپي دی.

پرنیټي چوپړا د دغه تصویر سره لیکلي: دا څه هغه دي چې زه یې په لومړي ځل کوم او دا زما د ژوند سخت رول دی.

priniti.png
څنګه چې پرنیتي دغه تصویر په ټولنیزه مېډیا کې شئیر کړ نو مینوالو یې پرې جلا جلا تبصرې ورکړي دي.

ایس تهاټس په نوم د ټویټر یوه کاروونکي لیکلي:

په دغه فلم کې مو ستا لیدلو هيڅ تلوسه نشته، ورته یې تاسو سره دغه ډول حوصله زیاتوونکی رول ښيي، ښې چارې ښکلې.

یو بل میهر نندو ورته لیکلي، زما خدایه ښکلې څنګه ښکاري؟ هیله ده چې دغه فلم به یې تر ټولو ډېر کامیاب شي.

کمار نومي ورته زیاته کړې، غوره! یو جلا رول لوبول سره یو نوي څه لاسته راوړلی شي، هڅه وکړه خپل ځان ثابتولی شې.

باید وویل شي چې دغه فلم د انګلیش سینما د (ده ګرل ان ده ټرین) بیا جوړوونکی یا ریمیک فلم دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې په انګلیسې ژبه نندارې ته وړاندې شوی و، دغه فلم په باکس افس کې بریالی ثابت شوی و.

په فلم کې به پرنیتي چوپړا د هالیوډ د اداکارې ایملي بلنټ په څېر مرکزي رول ولوبوي.

ده ګرل ان ده ټرین د فلم کیسه د پاولا هاکنز د ناول څخه اخیستل شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه ناول غوره ناول هم یاد شوی و.

خو ځينو فلم مینوالو ورته سختې خبرې هم کړي.

پائریټ په نوم یوه ټویټر کاروونکي لیکلي: ولې خورې، ولې یوه ځانګړی فلم بدرنګوئ؟

تر اوسه د دغه فلم د جوړېدو او ریلیز کېدو نېټه نه ده روښانه شوې دا هم نه دي ویل شوي چې پرنیتې سره به په مرکزې کردار کې څوک ولوبیږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی