بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

داسې پرېکړې وکړئ چې بایلل پکې نه وي

Young modern businessman excited with his success giving thumbs up
لیکنه: ياران
ژباړه:نجم الرحمن ناصري

د نه بایللو فلسفه

زما نه خوښېږي چې وبایلم، زه په کارونو او تصمیم نیولو کې د ښو فرصتونو خواته ورځم. زه عقیده لرم چې د دې فرصتونو لاسته‌راوړنه زما لپاره وده او زده‌کړه ده. زه چې هره لاره غوره کړم، له ښو څیزونو څخه ډکه ده.

تېروتنه نشته

هېڅکله تشویش مه کوئ چې غلط تصمیم ممکن دی. تاسو له کوم څه څخه محروم کړي. محروم کېدل له پیسو، ملګرو، ټولنیز موقعیت، هغه کسان چې ورسره مینه لرئ او یا هم نور شیان (صحیح تصمیم) ستاسو لپاره لاسته راوړي.

په یاد ولرئ که له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ، نور کومه تېروتنه نه پاتې کېږي.

خپل تکلیف سرته ورسوئ

تل مخکې له تصمیم نیولو څخه داسې کارونه شته چې باید سرته یې ورسوئ. باید خپل لومړیتوبونه په نظر کې ونیسئ، هغه امکانات چې لرئ یې، په نظر کې یې ونیسئ. باید له نورو سره وغږېږئ او مشوره ورسره وکړئ، باید تر هغه ځایه چې کېږي، د هغې مسئلې په اړه پوره معلومات لاسته راوړئ.

په خپله غریزه ډاډه شئ

کله مو چې خپل ټول تکلیفونه سرته ورسول، نور په خپل بصیرت باندې اتکاء وکړئ. د وجود دننه خواست او حس ته مو پام وکړئ،که خپل پند او نصیحت ته غوږ کېږدئ، تعجب به وکړئ.

ټولې پرېکړې په سمو پرېکړو بدلې کړئ

له یاده مه باسئ چې د زده‌کړې او ودې په مسیر کې یاست، نه بایلونکي کېږئ. که په خلاصو سترګو مسایلو ته وګورئ، له نورو سره مشوره وکړئ، پوښتنه وکړئ او وروسته تصمیم ونیسئ، ډاډه اوسئ چې پرېکړه مو پرېکړه نه ده.

د خپلو تصامیمو لپاره د مسوولیت احساس وکړئ

که ځینې شیان مو په خوښه نه ول، په نورو غوسه مه کوئ. په نورو غوسه کېدل، یو عمل دی چې د ناتوانۍ په خاطر ترسره کېږي.که ټولې پرېکړې مو صحیح تصمیمونه وي، ډېر به آسانه وي چې د هغه مسوولیت په خاطر مسوولیت احساس کړئ.

زده‌کړئ چې خپله کړنلاره څه وخت بدله کړئ

هر تصمیم چې نیسئ، د سرته رسولو لپاره یې ځان متعهد کړئ، خو که کله هم پوه شوئ، چې دا نیولی تصمیم د مو په ګټه نه دی، غَور پرې وکړئ او له سره پرېکړه وکړئ. د ژوند حق دا دی چې د غلط تصمیم د نیولو لپاره تشویش ونه کړئ، باید پوه شئ چې څه وخت یې جوړ کړئ.

کوم وخت زموږ پرېکړې اصلاح کېږي

تشویش او ناراضه کېدل، هغه څه دي چې تاسو ته ښیي، تاسو په هغې لاره روان یاست چې باید بدلون ورکړئ. ایا تر اوسه مو فکر کړی چې تشویش او نارضایتي کېدای شي مثبت وي؟ که دا تشویش او نارضایتي د دې لامل شي چې موږ غلطې لارې ته بدلون ورکړو، هو مثبت دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ