پریټي زینټا د محمدنبي ستاینه کړې + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند نامتو فلمي اداکاري او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکي پریټی زینټا د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د مخکښ لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ستاینه کړې ده.
پریټي زینټا پر خپلې رسمي ټویټر‌پاڼې ویډیو خپره کړې او په یاده ویډيو کې یې د محمدنبي په خاطر په سي پي ایل سیالیو کې د زووکس لوبډلې ملاتړ اعلان کړی دی.
هغې د یادي ویډيو سره لیکلي:

«زووکس لوبډلې ته د بریا مبارکي وایم، د دې بریا برخه محمدنبي عیسی خېل و.»


پریټي زینټا وروسته له هغه د نبي عیسی خېل ستاینه کړې، چې هغه د پنجشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په کورنیو تجارتي سیالیو کې ښه وځلېد.
نبي تېره پنجشنبه د مقابلې لوبډلې ۵ ویکټې واخیستې او په دې سره کارابین لیګ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې ۵ لوبغاړي سوځوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.