پریټي زینټا: په کریس ګېل ویاړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د فلمي نړۍ پخوانۍ اداکاره او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا وايي، ډېره ویاړم، چې کریس ګېل راسره په لوبډله کې دی او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لباس په تن کوي.
پریټي زینټا پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یادو څرګندونو ترڅنګ کریس ګېل ته مبارکي ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو یې زر شپږیزې ووهلې.
هغې لیکلې:

«نن ابوظبۍ ته راغلم، خو دا ورځ زموږ نه وه. ډېره ویاړم، چې کریس ګېل زموږ لباس په تن کړی. ډېر دي درته مبارک وي، چې په شل اوریزه سیالیو کې دي زر شپږیزې ووهلې، واقعن دا یوه افسانه ده. موږ تر اوسه یوه لوبه لا لرو او هغه کې به قوي راوګرځو.»

کریس ګېل

پرون د آی پي ایل سیالیو په ۵۰مه لوبه کې د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسني نامتو لوبغاړي کریس ګېل د راجستان په وړاندې ۹۹ منډې جوړې کړي.
په یادو منډو کې کریس ګېل اته شپږیزې ووهلې، چې په دې سره یې په شل اوریزه سیالیو کې خپلې شپږیزې تر زر واړولې.

کریسل ګېل په ۴۱۰ شل اوریزه لوبو کې اوس ۱۰۰۱ شپږیزې او ۱۰۴۱ بیا څلوریزې وهلې دي.
هغه په دې فارمټ کې ټول ټال ۱۳۵۷۲ منډې جوړې کړې دي.
په دې سره کریس ګېل لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه لوبو کې زر شپږیزې وهي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ولسمشر غني: جمهوریت هیڅ وخت له منځه نه ځي؛ نړیواله ټولنه له افغانستان سره ده

by عاقله اسد in افغانستان

ولسمشر غني وایي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه کړې ده او ډاډ یې ورکړی دی چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان ... نور ولولئ