پريتي زينتا ۲۰ ځلې د کرونا وېروس ازموينه ورکړې

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما ښځينه اداکاره پريتي زينتا وايي ۲۰ ځلې يې د کرونا وېروس ازموينه ورکړې.
پريتي زينتا اوس مهال په عربي اماراتو کې ده او هر کله د ای پي ايل لېګ په لړ کې د خپلې لوبډلې “کپنګز ايليون پنجاب” د لوبو د تشويق لپاره لوبغالې ته ورځي.

د کرونا وېروس په خاطر ای پي ايل د هندوستان پرځای په عربي اماراتو کې د مينوالو په نشتون کې ترسره کېږي خو د لوبډلو مالکان کولای سي د خپلو لوبډلو لوبې د نيږدې وګوري.
پريتي پر خپل انسټاګرام اکاونټ د خپرې سوي ويډېو سره ليکلي چې د ۳ څخه تر څلورو ورځو وروسته د کرونا ټيسټ ازموينه ورکوي چې اوس يې تعداد ۲۰ ته رسېږي او وايي چې زه د کرونا وېروس ملکه يم.

په همدې ويډيو کې پريتي د کرونا وېروس ټيسټ ورکوي چې په همدې مهال کې د روغتون د کارکوونکې صفت هم کوي.

د پريتي اړوند پنجاب لوبډله په تېرو ۳ لوبو کې بريا خپلوي او توانېدلې ده چې د ای پي ايل د لوبډلو په جدول کې پنځم ځای ونيسي خو دوی اړتيا لري چې خپلې راتلونکې ۳ لوبې هم وګټي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ