مارچ 3, 2021

پریانکا به رښتیا له بالیووډ سره مخه ښه وکړي؟

داسې ویل کیږي هندوستانۍ سېنما مشهوره ستورې او د ښکلا پخوانۍ ملکه پریانکا چوپړا به تر واده وروسته د بالیوډ د فلمونو سره مخه ښه وکړي.
د ځينو رسنیو د رپوټونو له مخې، نوموړې د نورو هندي فلمونو د پيدا کولو په لټه کې نه لېدل کیږي.
پریانکا چوپړا نه یوازې دا چې د هندوستان یا بالیوډ په فلمونو کې کامیاب رول ولوبوو بلکې په انګلیسي فلمونو یا هالیوډ کې یې هم کار وکړ.
پریانکا د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د امریکایي سندرغاړي نک جونز سره بیا واده وکړ.
ویل کیږي تر واده وروسته دغه ښکلې فلم ستورې تر اوسه د هيڅ فلم په شوټینګ کې برخه نه ده اخیستې.
هندوستاني ویبپاڼې دکن کرونیکل د رپوټ له مخې دغې فلم لوبغاړې مېرمن چوپړا تر واده وړاندې د بالیوډ فلم (دی اسکائي از پنک) لاسلیک کړی و او ویل شوي ول چې د تصویر بندۍ کار به یې هم ډېر ژر پیل شي.
د رپوټ له مخې، فلم (دي اسکائي از پنک) څخه وروسته تر اوسه پریانکا چوپړا هيڅ کوم د بالیوډ فلم نه دی لاسلیک کړی، چې له دې څخه معلومیږي دغه فلم لوبغاړي د واده څخه وروسته په هندۍ سېنما کې د کار کولو لپاره نیت نه لري.
بل لور ته:
د یادولو ده چې فلم (ډان۲) کې د شاه رخ خان تر څنګ مرکزي رول پریانکا چوپړا لوبولی وه مګر تر اوسه په دې تړاؤ کوم څه نه دي ویل شوي چې د شاه رخ خان په دغه مشهور فلم په راتلونکي برخه (ډان۳) کې به د نوموړي سره پریانکا راښکاره شي او که نه؟
د رپوټونو له مخې، دا څرګندیږي چې دغه فلم لوبغاړې به د واده وروسته بالیووډ فلمونو سره مخه ښه وکړي او ممکن په هالیوډ یا انګلیسي فلمونو کې هم ورته چاره تر سره کړي.
باید وویل شي چې پریانکا چوپړا د بالیوډ تر څنګ په هالیوډ کې هم کار کړی او لومړی فلم یې د (بي واچ) وه چې ترې وروسته نوموړې د فلم(ای ګډ لایک جیک او ازنټ ایټ رومانيټک هم لاسلیک کړي وه.