مارچ 8, 2021

پرینکا چوپړا د خپل خاوند په تړاو نوې څرګندونې کړي

Advertisements

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې او پخوانۍ د ښکلا ملکه پرینکا چوپړا په خپل راتلونکي فلم (دي سکائ از پینک) لپاره په اعلاناتو بوخته ده او همدې له پاره اوس وخت هند ته په سفر راغلې.
د فلم مینوال یې د دې په شخصي ژوند کې ډېره دلچسپي لري او دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې کله کله ښکاره کیږي هم.
د ممبئي مرر ورځپاڼې سره په یوه مرکه د بالیوډ دغه ښکلې فلم لوبغاړې ویلي، چې خاوند سره اوسېدل یې د دې لامل شوي چې پلار ډېر یادونه تازه شي.
د نوموړې د واده شاوخوا کال پوره کیږي.
د امریکایي سندرغاړي او اداکار نک جونز سره یې تېر کال په ډسمبر میاشت کې واده وکړ، نوموړې زیاته کړې، په واده شوې ژوند کې د یوه بل پر وړاندې احترام او تعریف شتون لري.
نوموړې د خپل خاوند په تړاو خبرو کې ویلي، چې تر اوسه یې د څومره خلکو سره لېدلي له هغو ټولو یې خاوند د ښه اخلاقو خاوند، بانظمه دی او اخلاصمند دی.
پرینکا چوپړا د خپل عمر لس کال کشر سره واده کړی او ویلي يې دي چې هغه که هر څه کوي خو تر هر څه وړاندې د دې ښه خیال ساتي.
نوموړې وایي، هر سهار پاڅیږي نو انسان ډېر خوشحالیږي چې په کور کې داسې څوک ولرې چې تر هر څه وړاندې ستا خیال وساتي.
هغې زیاته کړه، چې نک جونز ډیری عادتونه یې د پلار په شان دي او زیاتوي چې څومره نک پيژني نو داسې احساسوي چې جونز یې د پلار له طرفه خپل دی.