اميتاب بچن له روغتونه د خپلو مينوالو مننه کړې

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما په پلار مشهور لوبغاړي اميتاب بچن د خپلو مينوالو څخه مننه کړې.
د رواني جولای مياشتي په يوولسمه نېټه اميتاب بچن او زوی يې ابيشېک بچن د کرونا وېروس له کبله په روغتون کې بستر سوه.
روغتون ته تر تګ وروسته مشهوره فلمي ستورې او د هند د ښکلا پخوانۍ ملکه ايشواريا رای بچن چې د ابيشک مېرمن ده د خپلي لور سره يوځای د کرونا وېروس له امله په روغتون کې بستر سوه.

د بچن د کورنۍ په دې حالت سره يې مينوال په هند او دباندي خورا سخت غمجن سوه.

مينوالو يې د هند په بيلابيلو ايالتونو او د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د دوی د روغتيا او سلامتۍ لپاره د دعاوو ځانګړي مراسم جوړ کړه.
اميتاب بچن د خپل ټويټر اکاونټ له لارې د مينوالو څخه مننه وکړه او ليکلي يې دي:” موږ ستاسو مينه وينو،ستاسو دعاوي اورو,ستاسو د لطف او مهربانۍ څخه د زړه له کومې مننه کوو”.
https://twitter.com/SrBachchan/status/1284540522879578112?s=19
ډاکتران د اميتاب بچن د روغتيايي حالت د ښه کېدو خبر ورکوي خو د ايشواريا او لور حالت يې لاهم وخيم دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




واحد نژند: شاګردان مي هم تر هوتک او مبارز تکړه دي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړي واحد نژند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې شاګردان یې هم تر احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تکړه دي. واحد نژند، چې تازه یې روسي ... نور ولولئ