سینما او موسیقي

پرینکا چوپړا خپل خاوند ته حیرانوونکې ډالۍ ورکړې !

هندي ښکلي فلم ستورې پرینکا چوپړا د خپل واده د کالیزې په خوشحالۍ او مراسمو کې خپل خاوند ته حیرانوونکې ډالۍ ورکړی.

د دغه ډالۍ په ورکولو یې نه یوازې خپل خاوند حیران کړی بلکې ډېر هغه کسان چې له دغه خبرې خبریږي ورته حیران دي.

مشهورې ویبپاڼه ویب ډیسک لیکلي؛ پریانکا چوپړا د خپل واده کالیزه کې خپل خاوند ته داسې ډالۍ ورکړې چې نه یوازې نک جونز یې حیران بلکې په خبرېدو به یې تاسې هم حیران شئ.

د معلوماتو له مخې مېرمن چوپړا نک جونز ته یوه سپي ور ډالۍ کړی چې نوم یې دی؛ (جینو دې جرمن).

د دغه ډالۍ سره سره تېرېدونکې څو شېبې د یوه یادګار په ډول پرینکا چوپړا په یوه ویډیو کې هم خپرې کړي او دغه ویډیو بیا نوموړې په خپل انسټاګرام اکونټ هم خپره کړې ده.

د ویډیو په یوه برخه کې کې سپی (جینو دې جرمن) نک جونز د خوب څخه رابیداروي، دغه ویډیو هم پریانکا په خپله ریکارډ کړې ده.

تر دې وړاندې به مو اوریدلي وي چې مشهور شخص خپل مېرمنې یا ملګرې ته د خوښیو د مراسمو پر مهال قیمتي او حیرانوونکې ډالۍ ورکړې وې خو دا به نوې رقم ډالۍ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی