فبروري 27, 2021

د لومړي ځل لپاره پړانګ په کرونا ويروس اخته شو!

  • ليکنه: مدثر دعوت

د امريکا متحده ايالاتو د نيويارک ايالت په برونکس ژوبڼ کې يو پړانګ په کرونا ويروس اخته شوی دی.
د سي ان ان د خبر له مخې د نيويارک طبي چارواکي وايي، تر اوسه لا دا مالومه نه ده چې د کرونا ويروس په کومه ذريعه تر دې وحشي حيوان پورې رسېدلی، خو څو ورځې وړاندې د دې ژوبڼ يو ساتونکي باندې شک و چې د کرونا په ويروس به اخته وي، په داسې حال کې چې ياد ژوبڼ د مارچ د ۱۶مې څخه راپدېخوا د هر ډول تګ راتګ په وړاندي بند شوی دی.
ډاکټرانو هغه مهال د لويو حيواناتو ازموينه واخيسته چې په نامعمولي ډول پکې د وچ ټوخي،بې اشتهايۍ او د سينې د نانورمال علايم وپېژندل شوه.
ډاکتران وايي پر ۶ نورو پړانګانو او زمريانو هم د کرونا ويروس د اخته کېدو شک شته، خو تر اوسه يې لا پايله نه ده مالومه شوې.
طبي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې له حيواناتو سره دې تماس نه ټينګوي، چې دواړه طرفونه د يو و بل څخه د ناروغيو په ليږد کې په امان وي.
په عموم کې په امريکا متحده ايالاتو کې د کرونا ويروس مثبتې پايلې د نړۍ تر بل هر هېواد ډيرې ثبت شوې، خو د همدې امريکا په نيويارک ايالت کې تر يولک ډېر کسان په کرونا ويروس مبتلا دي.
په نړيواله کچه ۱۲۸۷۴۶۵ کسان په کرونا ويروس اخته دي چې له امله يې ۷۰۵۵۴ کسان مړه شوي دي.
همدارنګه په امريکا متحده ايالاتو کې ۳۳۶۹۰۶ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي، چې له امله يې ۹۶۲۴ کسان مړه شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*