هغه لاملونه چې پوستکی تیاره کوي

ژباړه: ملیحه ناصري

په دې لیکنه کې ټول مطلب د  مخ او لاسونو پر پوستکی راڅرخي. سربېره پر دې چې پوستکی باید ځوان او تازه وساتو، د دفاعي سیسټم د یوې برخې په توګه باید سم وساتل شي، څو میکروبونه وجود ته دننه نه شي. پوستکی د ځينو پټو لاملونو له امله کله کله تیاره او لکه کېږي. دلته یې څو لاملونه ولولئ!

۱-د الکولي موادو کارول:

الکول پر وجود خورا اغېز ښندي. تر ټولو چټک اغېز یې پر پوستکي د کوچنیو رګونو رابرسېره کېدل دي چې د سپایډر نيوي په نوم یادېږي. دا رګونه ځکه پیدا کېږي چې الکول دننه عضویت زیانمنوي. دغه رګونه له نوم(ناف) نه پورته راپیدا کېږي. د لاسونو ورغوي سره کېږي، د سترګو او خولې شاوخوا، د پښو پوستکی تیاره کېږي. همداسې د ویښتانو د فولیکولونو د رابرسېره کېدو لامل کېږي چې مخ ببر ښکاروي او بدرنګه کېږي. د پوستکی د ظاهري ښکلا لپاره ویټامین اې، بي او سي ته اړتیا ده.

۲-د لمر وړانګې:

که چېرې ډېر وخت د لمر تر وړانګو لاندې ګرځئ، پوستکی مو تیاره کېږي‎. د لمر وړانګې د دې لامل کېږي چې د تر پوستکي لاندې میلانوسیتونه تحریک او وهڅول شي. کله چې میلانوسیت وهڅول شي، میلانین ترشح کېږي. میلانین د پوستکي رنګ تور ښکاروي. که همداسې ډېری وخت د لمر وړانګو ته وګرځې، پوستکی مو لکې، خالکونه، قهوه‌يي خالونه او لکې پیدا کوي. آن کېدی شي د سرطان لامل شي؛ خو هغه وخت چې خورا ډېر پوستکی لمر ته وسوځي.

۳-درمل:

د درملو کارول هم پوستکی خړوي. کله چې یو کس تر درملنې لاندې وي، پوستکی یې تیاره برېښي. ځينې درمل لکه آیبوبروفین چې دردونه چټک تسکینوي، ځينې جانبي عوارض هم لري. یوه عارضه یې د پوستکي بدلونونه دي. د ملاریا، صرعې/میرګي او ژورخپګان ضد درمل د جلدي رنګ دانو د هڅونې لامل کېږي. دا عوارض ډېری وخت زیان نه لري او د دوا په خلاصېدو بېرته ورکېږي.

۴-چاپېریالي سموم/زهریات:

د هوا خرابوالی هم پوستکی ژوبلوي. د لوګي او سګرټ کوچنۍ ذرې د لمر د ماورايي وړانګو هومره زیان لري. هغو ښارونو کې چې خلک ډېر دي او ښار ستر دی، هلته د کلیوالو سیمو په پرتله پوستکي زیانمنونکي وي او ژر خرابېږي.

۵-امېندواري:

په امېندواري کې د وجود هورمونونه بدلون مومي. ډېری مېرمنې په دې دوره کې په پوستکي کې راغلي بدلونونه په روښانه ډول ویني. ملاسما چې د امېندوارۍ د ماسک پر نوم هم یادېږي، په دغه وخت کې پیدا کېږي؛ خو تر حمل یو کال وروسته بېرته له مینځه ځي. بل هم سکین ټګ ( اضافي او نرم پوستکی چې خطر نه لري) دی. دا د ستوني، ورنونو او تخرګ لاندې برخو کې پیدا کېږي. د وینې د چټک جریان له امله کېدی شي پر پوستکي واړه سره رګونه راپیدا شي. ځوانکۍ/بخارونه هم کولی شي دا لکې دوه چنده کړي؛ خو د ځينو درملو په کارولو بېرته د رغېدو وړ وي.

۶-د امېندواري ضد درمل:

هغه کسان چې د امېندواري ضد درمل خوري، یا غواړي ویې ځنډوي، هغوی ته هم پر پوستکي ځينې لکې او تیاره رنګونه ښکاري. د وخت په تېرېدو یا د درملو په کارونه له مینځه ځي. کېدی شي تر ډېرو کلونو یې اغېز ورک نه شي؛ خو پايېدونکي نه دي. کله چې درمل پرېښودل شي، لکې هم مخ په ورکېدو وي او تر راتلونکو څو کلونو یې د بشپړ ورکېدو امکان وي. .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ