بریا او پرمختګ خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د پوستکي د ښکلا د ساتنې لپاره شپږ اړین ټکي

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

دا چې د مخ پوستکی تل د لمر وړانګو، سړې او تودې هوا سره مخ وي، او په اسانۍ زیانمنېږي، نو ارومرو باید ور څخه ساتنه و شي. که د مخ پوستکي ته پاملرنه و نه کړو نو ډېر ژر به د مخ د پوستکي ښکلا له لاسه ور کړو او پر مخ به مو ګونځې، لکې او تور داغونه را برسېره شي، خو څنګه د مخ د پوستکي ساتنه و کړو؟ او څنګه د لمر له سوځونکو وړانګو څخه د مخ پوستکی و ساتو، ځکه مونږ نه شو کولای د ژوندانه ورځنۍ چارې پرېږدو او ټول عمر په کور کینو، نو ځکه مو وغوښتل په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه اسانه او ګټورې لارې در وښیو چې هم ستاسو پوستکی ښکلی ساتي او هم کولای شئ په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې تر سره کړئ.

لیکنه تر پایه و لولئ او د دغې لیکنې په لړ کې له یاد شوو کړنو څخه د خپل پوستکي د ساتنې لپاره ګټه واخلئ!

لومړی: د لمر ضد کریم وکاروئ

وړاندې تر دې چې له کوره و وځئ ارومرو مو د مخ پر پوستکي د لمر وړانګو ضد کریم و وهئ. د لمر وړانګو د ضد کریمونه نه یواځې په اوړي کې بلکې د کال په ټولو فصلونو کې او هر کله چې له کوره وځئ و کاروئ. که د ورځې په لړ کې مو یو ځل د لمر ضد کریم و کاروه، او بیا مو خپل مخ واینځه نو بویه يو ځل بیا د لمر وړانګو ضد کریم و کاروئ.
د دې ترڅنګ اړینه ده هغه کریم چې د لمر د وړانګو په وړاندې د محافظت لپاره یې کاروئ ۳۰٪ SPF (Sun Protection Factors) یا د لمر د وړانګو په وړاندې محافظتي فکټورونه او مواد ولري.

دویم: د خپل پوستکي ډول وپېژنئ

که چېرې غوړ پوستکی لرئ د دې لپاره چې ستاسو د پوستکي سروکي بند نه شي نو له هغو کریمونو او ماسکونو څخه کار واخلئ چې غوړي و نه لري، خو که چېرې وچ پوستکی لرئ نو هڅه و کړئ چې له هغو ماسکونو او کریمونو څخه ګټه واخلئ چې غوړ وي.

درېیم: ډېر خواږه خواړه مه خورئ

د ډېرو خوږو خوړو خوړل د وینې قند او یا شکر لوړوي، کله چې د وینې قند لوړ شي د پوستکي د کلاجین Collagen ټیټېږي او د پوستکي ګونځې ډېرېږي، د دې ترڅنګ د وینې د قند لوړوالی د دې لامل کېږي چې پوستکی مېکروبي شي، او د دې لامل شي چې پوستکی کشال او تخریب شي.

څلورم: نشه يي توکي مه کاروئ

هغه څه چې پوستکي ته ډېر زیان رسوي له نشې پرته بل څه نه ده، د سیګرت او نورو نشه يي توکو استعمال د انسان پوستکی لس کاله وړاندې او یا هم له لسو کلو څخه ډېر زړوي. د سګرت څکول د پوستکي د نازکۍ او کمزورتیا لامل ګرځي او په پوستکي کې ګونځې را منځ ته کوي.

پنځم: له سینګار سره مه ویده کېږئ

وړاندې تر دې چې د خوب ځای ته لاړ شئ خپل مخ ارومرو په سمه توګه و اینځئ، او د خپل مخ له پوستکي څخه هر ډول اضافي (بېکاره) مواد لرې کړئ.

که چېرې مو سینګار نه وي کړی بیا هم مخکې له خوب څخه خپل مخ و اینځئ، ځکه کېدای شي د ورځې په لړ کې ستاسو په مخ دوړې او خاورې ناستې وي. هڅه و کړئ چې ارومرو د خپل مخ پوستکی و مینځئ ان تر دې چې کولای شئ په یوه لامده څپوڼي (دستمال) خپل مخ پاک کړئ او د خپل مخ پوستکي ته دا اجازه ورکړئ چې په اسانۍ سره سا واخلئ. خو هېر مو نه شي چې د مخ پاکولو لپاره تر ټولو ښه لاره په اوبو او صابون د مخ اینځل دي.

شپږم: د سینګار او روغتیايي توکو نېټې ته پام وکړئ

دا مو هېر نه شي چې خواړه، سینګار توکی، درمل او ډېر نور شیان چې مونږ يې په ورځني ژوند کې کاروو ځانګړې نېټه لري چې تر هغه نېټې وروسته یې کارول، روغتیايي ستونزې زېږولی شي. ځينې سینګار توکي یواځې د دریو میاشتو لپاره د ګټې اخيستنې وړ دي او وروسته له دریو میاشتو څخه باید لرې و غورځول شي، ځکه چې نېټې اوښتي توکي د انسان پوستکي ته ډېر زیان رسولای شي. د سینګار توکو ترڅنګ د ځينې نور توکې لکه صابون، شامپو او داسې نور هم ځانګړې لري، او باید د دغو توکو د اخیستلو او مصرفولو پر مهال پاملرنه ور ته وشي.
د لیکنې په وروستیو کرښو کې باید و وایو چې د پوستکي د ساتنې ترڅنګ د ښو او وړ خوړو خوړل لکه د مېوو او سبزیو خوړل او همدارنګه ورزش کول او د ډېرو اوبو څښل هم کولای شي ستاسو د پوستکي په ساتنه کې تاسو سره ډېره مرسته وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ