فبروري 28, 2021

مثبت فکر د برياليتوب کلي ده

ژباړه: محمد عزيز پردېس
مثبت فکر له ځان سره سوله، ارامښت، برياليتوب، په اړيکو کې ښه والی او جسمي سلامتيا راولي.
د مثبت فکر په مرسته به مو ورځې په برياليتوب سره پای مومي او روښانه راتلونکې به مو په انتظار وي.
مثبت فکر هرڅوک لرلی شي. مثبت فکره انسانان تل خوښ او د ژوند په ډېری برخو کې بريالي وي.
که غواړئ د ژوند ستونزې او جنجالونه مو مخه ډب نه کړي، نو اسانه لار يې دا ده چې مثبت فکر وکړئ. هو! يوازې مثبت فکر. ښايي ځيني ځيني په دې خبره کې همغږي نه وي، خو کله چې دا کړنه عملي کړئ؛ باوري به شئ چې پايله يې مثبته ده.
تل مو ځان ته دا تلقين ورکړئ چې هرڅه به په ښه دول مخ ته لاړ شي. بايد خپل فکر ته بدلون ورکړئ او په ژوره توګه ځان ته باور ورکړئ چې بايد مثبت فکر وکړئ. هڅه وکړئ چې مثبت فکر او ليد مو عادت وګرځي.
بايد ډار او وېره مو له ځانه لرې کړئ او بې اراده ګۍ او بې باورې څخه هم ډډه وکړئ. لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه، بايد په ځان کې مو ژور بدلون راولئ.
دلته به تاسو ته ځيني لارښوونې وړاندې کړو چې په مرسته يې تاسو وشئ کولی ځان کې مثبت فکر او ليد رامنځ ته کړئ:
۱- په خپلو ورځينيو مکالمو کې له مثبتو عباراتو څخه ګټه واخلئ. لکه: زه کولی شم، زه غښتلی يم، دا ممکنه ده، زه د دې کار له عهدې څخه وتلی شم…
۲- تل مو په وجود کې خوښي، غښتلتيا او برياليتوب ژوندی وساتئ.
۳- له منفي افکارو څخه په جديت سره ځان لرې وساتئ. د ارامښت په ساتلو سره له منفي ګرايۍ څخه واټن واخلئ او پر ځای يې جوړوونکو او مناسبو افکارو ته ځای ورکړئ.
۳- د خبرو کولو پر مهال له داسې لغتونو څخه ګټه پورته کړئ چې په مقابل لوري کې د احترام، خوښۍ او برياليتوب حس ژوندی کړي.
۴- مخکې له دې چې خپله هره پروژه عملي کړئ، نو د برياليتوب پايله يې په ذهن کې مجسمه کړئ. که دغه کړنه په ښه تمرکز او بشپړ باور سره ترسره کړئ، پرته له شکه چې په زړه پورې پايله به مو په نصيب شي.
۵- هڅه وکړئ چې حد اقل د ورځې يو پاڼه هيله بښونکي نظم يا نثر مطالعه کړئ.
۶- د داسې رسنيو خپرونې او خبرونه وڅارئ چې مناسب او هيله بښونکي نشرات ولري.
۷- داسې کسانو سره ناسته پاسته وکړئ چې هغوی خپله د مثبتې قوې سرچينې وي.
۸- د ناستې او تګ پر مهال مو ملا سيده ونیسئ، دغه کړنه مو پر نفس اعتماد زياتوي.
۹- پیاده روي وکړئ، لمبا وکړئ او ورزش مو عادت وګرځوئ. دا کړنې په تاسو کې د مثبت ګرايۍ حس ژوندی ساتي.
۱۰- يوازې مثبت فکر وکړئ او په خپلو افکارو کې د مثبتو پايلو په اړه محاسبه وکړئ. که د ژوندانه اوسنی حال مو ښه او مناسب نه دی، نو پرته له شکه چې مثبت فکر او ليد به د وخت په تېرېدو سره ستاسو د ژوند بڼه په زړه پورې او خوندوره کړي.