Advertisements
بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

هغه لارې چې مثبت تفکر ته مو هڅوي

کوم څه چې د انسانانو د ژوند تګلاره ځانګړې کوي، د هغوی لیدلوري نسبت باندني پېښو ته دي، نه خپله اصلي پېښې.

کوم څه چې په موږ کې مثبت فکر پیدا کوي هغه زموږ باورونه دي، له کوم څه سره چې انسانان ورسره مخ کېږي، که نېکمرغي وي، که نور کارونه وي هغه فقد د دوی د باورونو له کبله وي، کوم وخت چې د ستونزې سره مخ کېږئ، نو ځان مه ورته تسلیموئ، بد رد هم مه وایاست، ځکه هره ستونزه یوه حللاره لري تل د هغه ستونزې په هکله مثبت فکر وکړئ.

په عمومي ډول مثبت او منفي فکر دواره د یو نفر څخه بل ته سرایت کوي، نو اجازه مه ورکوئ چې په ذهن کې مو منفي فکر پیدا شي د منفي فکر پر ځای مثبت ته ځای ورکړئ، له دې کار سره تاسو د نورو سره مرسته کولای شئ او هم د مثبت فکر په وسیله خپل او د نورو روحیه پیاوړي کوی.

موږ باید خپل د فکرونو په وړاندې پوره معلومات ولرو، ځکه چې زموږ فکرونه له کچې پورته ځواک لري حتا تاسي یې فکر هم نشئ کولای. مثلاً که دا فکر درسره وي چې تاسو به له دندې ګوښه کړي، نو ستاسو همدا وېره به په رښتیا بدله شي.

ارواپوهان پر دې باور دي که څوک ډېر فکر وکړي، نو د هغوی په اعمالو کې به هم ډېره ستونزه پیدا شي، خصوصاً کومې ښځې چې استرس لري او ناهیلي دي، نو د هغوی روغتیا ته زیان رسېږي. نو باید دې ټکو ته ډېر پام وکړئ:

— خپل سر په واورې کې مه پټوئ:

لومړنۍ لاره د ستونزې حل لپاره، د هغه ستونزې منل دي. که فکر کوئ چې تاسو له کچې څخه ډېر تشویش کوئ او خپل سوچونه نه شئ کنترولولای دا کار ستاسو په خوښي او اړیکي باندې اغېزه لري، نو دا ومنئ چې تاسو ستونزه لرئ، که تاسو خپل منفي فکرونه پټ کړئ ستاسو ستونزه نوره هم ډېریږي.

— ځان وبښئ:

کله چې ومو منل چې ډېر سوچ کوی، خپل ځان وبښئ. یوه ښځینه ارواپوه (سوزان نولن هوکسما) په دې برخه کې وایي: “زموږ مغز د ډېرو سوچونو لپاره جوړ شوی، ځکه زموږ فکرونه په ذاتي توګه یو بل سره په اړیکه کې دي، ځکه کله چې یوې پېښي سره مخ شو، نو زر زموږ ذهن کې منفي فکر پیدا کېږي، په داسې حال کې چې هیڅ د اصلي موضوع سره اړیکه هم ونه لري.

— ساه وکاږئ:

تر ټولو لومړۍ کار چې انسان یې په دې وخت کې کولای شي، هغه ساه کښل دي، ځکه ساه ستاسو ذهن اراموي، نو کله چې مو منفي فکر ذهن ته راشي باید پوه شئ چې ارامتیا ته اړتیا لرئ.

— خبري مه کوئ:

ځکه په ځینې وختونو کې کله چې تاسو خفه یاست یا استرس لرئ، نو خبرې کول ستاسو خپګان نور هم ډېروي، نو کله مو چې منفي فکر ذهن ته راشي، یوازي په یوې پاڼه کې ولیکئ، کله چې مو ذهن ارامه شي هغه ولولئ بیا پوهېږئ چې دا منفي فکر مو بې ځایه و.

— خپل ځان بوخت کړئ:

تاسو اوس پوهېږئ چې د ساه کښلو او نه خبرو په وسیله ځان څنګه ارامه کړئ، خو ځینې وخت ستاسو دننه ځواک باید خالي شي، مثلاً باید پلي تګ وکړئ، ورزش وکړئ یا همداسي نور کارونه.

— زموږ فکرونه واقعیت جوړوي:

که موږ هر څومره منفي فکر وکړو نو زموږ ټوله کارونه د هماغه فکر په وسیله ترسره کیږي، نو باید تل مثبت فکر وکړو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ