مارچ 8, 2021

پوران په ۲۶ توپونو ۸۹ منډې وکړې؛ کریم جنت وسوځاوه

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ټي ټین لیګ په ۱۱مه لوبه کې نن ماښام ویسټ انډیزي نیکولاس پوران په ۲۶ توپونو ۸۹ منډې وکړې، چې وروسته افغان لوبغاړي کریم جنت وسوځاوه.
ناترن وایررز او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ لوبه کې لومړی توپوهنه ناترن وایررز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې وایررز لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې او ټایګرز لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکی.
د نارترن وایررز لپاره نیکولاس پوران ۸۹، لینډي سیمونز ۴۱، رومان پاول ۱۳ او وسیم بیا ۱۲ منډې جوړې کړې.

بنګله ټایګرز لوبډلې ته بیا افغان لوبغاړي کریم جنت دوې ویکټې، مجیب ځدران او قیس احمد بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیسته.
اوس د بنګله ټایګرز لوبډلې د توپوهنې وار دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي