ټولنیز ژوند خوندیتوب د ماشوم نړۍ روغه سټه ژوند بڼه

د پولیو واکسین کمپاین له څو میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شو

راپور: نسیمه محمدي

د کورونا وایروس له امله، چې د پولیو واکسین کمپاین له څو میاشتو راهیسې درېدلی و، بېرته له سره پیل شو. تمه ده چې دا واکسین د سنبلې له ۲۸مې په ۲۰ ولایتونو کې ترسره او ۶.۱ میلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې ونیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي؛ د پولیو واکسین کمپاین د کورونا وبا له ځنډ وروسته په ۲۰ ولایتونو کې له سره نیول شوی. دا کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د پولیو پېښې ۴۶ ته رسېدلی دي. چې ۳۲ پېښې یې په جنوبي سیمو کې ثبت شوي دي.

معصومې جعفري د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې اسپوتنیک ته وویل:

یو بل لامل چې په جنوبي ولایتونو کې د پولیو پېښې زیاتې شوي، د امنیت نشتون دی. څرنګه چې به دې سیمو کې، واکسین ته د ماشومانو لاسرسې نشته نو پېښې هم زیاتېږي سږکال د کورونا وایروس له امله دا چاره ځنډېدلې وه، چې د هېواد د پولیو په پېښو په زیاتوالي کې جدي اغېز لرلای دی. له نېکه مرغه اوسمهال دا کمپاین له سره پیل شوی او هڅه کوو، په دغه برخه کې پوهاوي ته زمینه برابره کړو. حتا په هغو سیمو کې چې امنیت هم نشته، کورنۍ خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته راورسوي.

همدارنګه د عامه‌پوهاوي د پروګرام مسوول، ښاغلی راسخ د دغه کمپاین د لګښت په اړه وايي، چې دا لګښتونه د نړیوال سازمان ادارې او یونیسف په غاړه دي او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته نقدي وجه نه ورکول کېږي، نو د هغوی د دغه دلیل له امله د دغه پروګرام دقیقې مالي شمېرنې نشي ورکولای.

polio.jpg

نوموړي زیاته کړه:

په افغانستان کې د دغه ناروغۍ د له منځته نه تللو اصلي لامل جګړه ده. ناامني سبب کېږي چې سیمه په بشپړه تر پوښښ لاندې رانشي، لکه سرحدي سیمې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې دي، نو له همدې امله ډېری پېښې هم له دغو سیمو ثبتېږي.

پولیو یوه وایروسي ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د تلپاتې ګوزڼ او حتا په ماشومانو کې د مرګ سبب کېږي. دا وایروس د هغو ماشومانو په واسطه چې واکسین شوي نه وي، نورو ته سرایت کوي.

سره له دې چې پولیو په نوره نړۍ کې ختمه ده، افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم دغه ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي او هر کال ډېری کورنۍ خپل اولادونه د دغه ناروغۍ له امله له لاسه ورکوي او یا هم دایمي ګوزڼ سره مخ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ