اپریل 14, 2021

راشد ته د افغان سیاستوالو مبارکیانې؛ غني او کرزي دا ستره بریا بللې

Advertisements
راپور: عایشه حیدري

راشدخان د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزې په ترلاسه کولو سره افغانستان ته ستر ویاړ ترلاسه کړ، عادي افغانانو او افغان سیاستوالو هم د افغانستان خلکو او راشد خان ته د دغه ستر ویاړ په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د مبارکۍ یوه پيغام په خپرولو سره، د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان ارمان ټاکل کېدل ستره لاسته راوړنه او بریا وګڼله.
د کرېکټ نړيوالې شورا یا (ICC) تازه د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم ستوری راشد خان ارمان له ۲۰۱۱کال څخه تر ۲۰۲۰کال پورې د شل اوریزو سیالیو يا T20 د لسيزې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ.
د ولسمشر په پیغام کې راغلي دي:

“دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.”


ولسمشر غني د افغانستان د دولت په استازیتوب راشد خان ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې ځوانان د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې په توګه د دولت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کرېکټ د شل اوریزو لوبو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې، د پخواني ولسمشر له دفتر نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

“راشد‌خان او د افغانستان ټولو خلکو ته د دغه ستر ویاړ او ارزښتمنې لاس ته راوړنې مبارکي وایم او د لوی خدای(ج) له درباره راشدخان او د هېواد نورو ټولو ورزشکارانو ته په نړیوالو ډګرونو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم.”


د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د مبارکۍ د پیغام په خپرولو سره راشد خان، د هغه کورنۍ، او د افغانستان ټول ملت ته د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او دغه لاسته راوړنه یې د نوي افغانستان روښانه تصویر او د افغان ځوانانو د لاسته راوړنو، بریاوو او روښانه راتلونکي غوره بېلګه ګڼلې ده.
د یادونې وړ ده چې راشدخان ارمان په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې نړیوال کرېکټ پیل کړ او په لنډ وخت کې یې د کرېکټ په نړۍ پاچاهي پیل کړه او په دې وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه، خو دا لومړی ځل نه دی چې راشد خان د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کوي، تر دې وړاندې د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې هم ښاغلی خان د شل اوریزو لوبو د بالرانو یا توپ اچوونکو تر منځ لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د راشد دې بریاوو ته عامو افغانان هم تود هرکلی کړی دی او دا یې د افغانستان لپاره ستر ویاړ بللی. خلکو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې افغانان له هیڅ چا کم نه دی، خو یوازې د سولې اړتیا لري چې وشي کولی په نورو برخو کې هم خپل استعدادونه څرګند کړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ګاتم ګمبیر: راشدخان ورځ تر بلې په IPL کې ښه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه جالیبې څرګندونې کړې.   ګاتم ګمبیر ... نور ولولئ