Advertisements
افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د سولې مشورتي ناستې؛ د ولسمشرغني او سیاستوالو مخالفت کې اصلي تاوان چاته رسیږي؟

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د پرمختګونو خبر ورکړل شو او افغان حکومت هم له هغې طرحې سره موافقه وښوده چې تاوتریخوالي کمښت په اړه په کې یادونه شوې، د سولې په اړه مشورتي ناستې هم دوام لري.

محمد اشرف غني پرون ماښام د سولې په اړه دویمه مشورتي ناسته وکړه، چې دا ناسته یې د افغانستان د قول اردوګانو قومندانانو سره برابره کړې وه.

ولسمشر غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته په خطاب کې ویلي:

«افغان ولس پر تاسې ویاړي؛ تاسې له ملي بنسټونو سره تړاو لرئ، تاسې د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي او د هیواد د ملي اقتدار د حاکمیت ملاتړي یاست.»

سرچینه وايي، محمداشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد ریښتیني بچیان وبلل او په ټینګار یې وویل:

«تاسې په دغه حساس پړاوو کې زما، د ملت او بین المللي ټولنې له قوي ملاتړ څخه برخمن یاست.»

محمداشرف غني ټینګار وکړ، ستاسې د تمویل او ملاتړ په برخه کې د ناټو سازمان او نړۍ والې ټولنې ژمنه پر ځای دی، ځکه تاسې د هغوی اصلي شریکان یاست.

له قول اردو قومندانانو سره د ولسمشر غني ناسته

برابر شوی فرصت

هغه په دغه غونډه کې د قول اردوګانو قوماندانانو ته وویل:

«په هېواد کې د سولې لپاره برابرشوی فرصت ستاسې د مبارزو، اتلولیو او وړتیاو پایله ده او په ډاډ سره ویلی شو په اوسني ظرفیت ددې وړتیا لرو چې ګواښونه مدیریت کړو.»

ځواکونه او ملي والی

افغان ولسمشر خپلو خبرو کې د قول اردوګانو مسئولینو ته وویل:

«تاسې د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله بې طرفي حفظ کړه او هیوادوالو ته مو ثابته کړه چې په ملي ادارو او ټول افغانستان پورې تعلق لرئ.»

د امریکایان وتل

هغه همداراز وویل، له افغانستان څخه د شاوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو کمول به پر وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه:

«د جنګ ختمولو لپاره زموږ موضع ګېرۍ د دې فرصت برابر کړ چې طالبان د تاوتریخوالي د کچې راټیټول ومني.»

طالبانو ته چانس

هغه زیاته کړه، د مذاکراتو او په هېواد کې د جنګ ختمولو فرصت برابر شوی، د ګواښونو او ظرفیتونو په قوي درک سره له دغه فرصت څخه د جنګ ختمولو لپاره ګټه اخلو، خو دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې له دغه فرصت څخه په هېواد کې د جنګ ختمولو لپاره استفاده کوي او یا نه؟

ارګ یلي په دې غونډه کې د قول اردو ګانو قومندانانو ټینګار وکړ لکه څرنګه چې د جګړې په ډګر کې یې د دښمن پر وړاندې په مېړانه له هیواد او وطن څخه دفاع کړې، د سولې له پروسې څخه هم بشپړ ملاتړ کوي.

د حکومت چمتووالی

د سولې په اړه له وروستیو پرمختګونو او  دا ډول ناستو ښکاري د افغانستان حکومت هم د سولې راتلونکو پړاوونو ته چمتوالی نیسي.

پرون هم طالبانو تازه ویلي چې له امریکا سره یې د سولې هوکړه لیک نهايي شوی او ژر به لاسلیک شي، امریکا هم له همداسې یوه حالت خبر ورکړی دی.

راتلونکي پړاونو کې یو مهم پړاو چې د سولې مهم او اساسي اړخ بلل کیږي، هغه بین الافغاني خبرې دي، دا هغه څه دي چې د امریکا او طالبانو په نه لاسلیک شوي تړون کې ورته ویل کیږي مهم ځای ورکړل شوی دی.

که څه هم طالبانو پخوا په وار وار حکومت نفي کړی، خو وروستیو کې یې وویل چې له امریکا سره تر خبرو وروسته بین الافغاني خبرې کوي.

غني او سیاستوال باید اوس څه وکړي؟

افغان سیاستوال

ولسمشر غني په دې تورن دی چې ځان غوښتونکی دی او افغان سیاستوال او څیرو ته په دا ډول پروسو کې اهمیت نه ورکوي، له وروستیو سختو جنجالو او د څیرو له تجریدولو همداسې ښکاري، خو په عین حال کې بیا نوموړی له دې امله برحقه بلل کیږي چې په ګڼو افغان سیاستوالو او څیرو باور نه دی په کار، دوی ته له ملي ګټو خپلې ګټې او څوکۍ ورکول ډیر اهمیت لري او هیڅ ډول ملي پروسه د ملي ګټو لپاره نه څرخوي.

په هر حال؛ که له دې هر څه تیر شو او تیر په هیر کړو، او په اوس تمرکز وکړو، هغه دا ده چې اوس که هر څه وشول، خو د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو، د امریکا او طالبانو مذاکرات نهايي شول او یوازې د لاسلیک مراسم پاتې دي، نو مهم پړاو بین الافغاني خبرې دي، دغه پړاو ته باید افغان حکومت او افغانان یو او مهم ګډ تصمیم او ادرس ولري.

که حکومت، سیاستوال، څیرې او ډلې هر یو د یو بل د نفي کولو کوښښ وکړي، نو افغانستان ته یې هیڅ خیر نشته، زیان یې ټول ملت او د افغانستان دریځ ته دی، ځکه دا کار کولی شي د بین الافغاني خبرو په پرمختګ کې خنډونه واچوي، د طالبانو دریځ پياوړی کړي، امریکا ته ددې فرصت برابر کړي چې د افغانستان د خلکو او حکومت خلاف داسې تصمیم ونیسي چې هیڅ څوک به ورسره موافق نه اوسي، ان یعنې یو احتمالي ګام به یې دا وي چې بیخي طالبانو ته ډیر رول ورکړي او ټول سیستم په واک ورکړي.

نو پر همدې اساس که د افغانستان حکومت او سیاسي څیرې او اشخاص غواړي دا شا او خوا شل کلنې لاسته راوړنې وساتي، ښه راتلونکی ولري او هیواد یو ځل بیا د ګاونډیانو او دښمنانو ولکو ته ونه غورځیږي، نو ټولې خواوې دي په کلکه هر څه هیر کړي، دوی دې د بین الافغاني خبرو او راتلونکو پړاوونو لپاره سره یو شي او له یوه ادرسه دې ودریږي، څو په شریکه توګه د افغانستان د ګټو او لاسته راړونو لپاره ښه مدافعیت وشي او دښمن ته له دې لارې چې موږ یو یوو ښه درنه څپیړه هم ورکړي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: