سیاسي پراختیا او ځانګړنې یې

لیکنه او راټولونه: رفیع الله “ساحل”

په دې لیکنه کې په لاندې مواردو رڼا اچول شوې ده:
①سياسي پراختيا؟؛
②د سیاسي پراختیا ځانګړنې؛
③ د سیاسي پراختیا په تامین کې اغیزمن فکتورونه؛
④ پر عامه افکارو د رسنیو اغیز.

①سیاسي پراختیا؟

په ساده مفهوم سياسي پراختيا د ملي دولت د پياوړتيا لپاره لومړی ګام دى. سياسي پراختيا يا Political Development اصلاً د ټولنپوهنې اصطلاح ده، خو اوسمهال د سياستپوهنې له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي، د دې اصطلاح مانا دا ده چې د يو سياسي نظام ظرفيت او د کار کولو وړتيا زياته شي، د دې لپاره چې د نظام په داخل کې د فردي او ټولنيزو ګټو ترمنځ ټکرونه حل و فصل کړاى شي، خلک په يو ساختار و جوړښت کې ترکيب کړي او په ټولنه کې د خلکو د ګټو په خاطر بنسټيز بدلونونه راشي . سياسي پراختيا زياتره د ډيموکراسۍ له رشد سره په مترادفه مانا کارېږي، په دې مانا هر څومره چې يو سياسي نظام له انعطاف ناپذيرۍ څخه انعطاف پذيرۍ ته ځي، له ساده ګۍ څخه سيستيماتيک کېږي، د بل له تکيې او قرضو څخه خودمتختاره او خودکفاء کېږي، له پراګنده ګۍ او خپلسرۍ څخه په يو مرکز راټولېږي او متحد کېږي؛ نو دا په حقيقت کې د نظام سياسي پراختيا او د ډيموکراسۍ رشد دی.

②د سياسي پراختيا ځانګړنې:

د سياسي پراختيا درې عمده ځانګړنې په لاندې ډول دي:
مساوات؛
ظرفیت؛
تدریجي بدلون.

۱) مساوات:

له دې اړخه سياسي پراختيا په عمومي چارو او عمومي پرېکړو کې د خلکو ګډون ته ويل کېږي. شونې ده چې دا ګډون د ډيموکراټيک خوځښت ياهم د توتاليتر خوځښت په بڼه وي، خو مهم ټکی په کې دا دى چې عام وګړي پر فعالو ښاريانو بدل شي. په دې برخه کې تر يوې اندازې په ښکاره عمومي حاکميت اړين دى او هم قوانين بايد ټولشموله وي او په تطبيق کې يې شخصي توپيرونه دخيل نه وي، همدارنګه دولتي مقامونه هم بايد وګړيو ته د وړتيا، لاسته راوړنو او د هغوى استعداد ته په پام سره ورکړل شي، نه دا چې د پخوانيو ټولنيزو نظامونو په څېر د انتصاب له لارې توزيع شي، لنډه دا چې سياسي پراختيا هله ممکنه ده چې ټول خلک له يو بل سره د مساويتوب احساس ولري، هېڅوک له هېچا څخه ځان کم ونه ګڼي او د حاکم نظام له لوري ټولو ته په يوه سترګه وکتل شي.

۲) ظرفيت:

د سياسي پراختيا دا ځانګړنه د سياسي نظام په توان پورې اړه لري، چې څنګه په هره برخه کې کارونه د تخصص او پوهې پر بنسټ وړاندې ځي، د ظرفيت په برخه کې له نظامه شخصي تمايلات، شخصي غوښتنې او د يو کس او ډلې خوښي په پام کې نه نيول کېږي، عقل، منطق او پوهه د سياسي او اداري کارونو بنسټ تشکيلوي او خلک هم دغو معيارونو ته د رسېدو هڅه کوي، نه د واسطو، پيسو او خپلوانو پيداکولو هڅې، د ظرفيت موخه دا ده چې حکومتي او سياسي چارې هغسې ښې پر مخ لاړې شي، څنګه چې په قوانينو کې ښودل شوي دي.

۳) تدريجي بدلون:

د سياسي پراختيا دا ځانګړنه د دولتي بنسټونو په تخصصي کولو او پراختيا دلالت کوي، په دې مانا چې مقامات او کارګران غواړي مشخصې او محدودې دندې ولري. د دې ځانګړنې موخه دا ده چې ټول دولتي جوړښتونه او پروسې دې سره متحدې اوسي، نو پر همدې بنسټ تدريجي بدلون د نظام د بېلابېلو برخو تيت په ترک کول او منزوى کول نه دي، بلکې د يووالي پر بنسټ د هغوى اختصاصي کول دي.
د سياسي پراختيا مثبت او منفي اړخونه د سياسي نظام په عمل پورې اړه لري، که چېرې سياسي نظام وتوانېږي د ډيموکراټيک کېدنې په لور په چټکۍ ګامونه واخلي، نو د سياسي پراختيا په برخه کې به يې هم ښې لاسته راونې درلودلي وي او د سياسي پراختيا اړخ به يې مثبت وي او که چېرې ونه شي کولاى ډيموکراتيک بنسټونه وساتي، نو سياسي پراختيا يې هم يو خوب و خيال دى، په دې صورت کې به منفي اړخونه هم ولري .
د يو نظام د سياسي پراختيا په تامين کې لاندې دوه فکتورنه اغېزمن رول لري.
③ د سیاسي پراختیا په تأمین کې اغیزمن فکتورونه
الف ـ سیاسي ثبات.
ب ـ عامه افکار.

الف- سياسي ثبات:

سياسي ثبات د هغه نظام پايله ده چې د خلکو په اراده، د قانون په رڼا کې د عدالت د ټينګښت او د ټولو هېوادوالو په پراخ ګډون رامنځته شوى وي. سياسي ثبات يوه پېښه نه ده چې ناڅاپه رامنځته شي، بلکې هغه پروسه ده چې د وخت په تېرېدو سره پرمختګ کوي او ثمر ته رسېږي.
د سياسي ثبات د رامنځته کولو لپاره تر هر څه وړاندې د نظام مشروعيت ته اړتيا ده؛ خو د نظام مشروعيت هم داسې پېښه نه ده چې په هرو پينځو کلونو کې يو ځل رامنځته شي، بلکې سياسي ثبات او د نظام مشروعيت هغه پروسه ده چې په پايله کې يې خلک حکومت خپل بولي او دولت هم ځان د خلکو د خدمت وسيله جوړوي. په دې تړون سره ټولنه او دولت يو غښتلى او دوامدار پيوند ته رسېږي.
د باثباته ټولنې او ټولمنلي دولت رامنځته کولو لپاره بايد سياسي ثبات د ټولنې د سياسي قشر موخه وي. سياسي ثبات يو لوى هدف دى چې د تر لاسه کولو لپاره يې د داسې فکري چاپېريال د رامنځته کولو اړتيا ده چې پر منل شويو ارزښتونو ولاړ وي. دا ارزښتونه په هره ټولنه کې توپير لري، د بېلګې په توګه زموږ ټولنه ګډ اسلامي او ملي ارزښتونه لري. اسلامي ارزښتونه په دې مانا چې د دې ټولنې د وګړيو ټولې کړنې او عقيدې د اسلام د سپېڅلي دين دي او اسلامي فلسفه هم د ټولو مسلمانانو ترمنځ پر برابرۍ او د هر ډول ژبني، مذهبي، سمتي توپيرونو پر رد ولاړه ده. ملي ارزښتونه په دې مانا چې موږ پينځه زره کلن وياړلى تاريخ لرو او موږ ټول د ګډ کلتور، تاريخ، ګډ سياسي او ټولنيز پرخليک په لرلو سره د يوې ټولنې د رامنځته کولو لپاره سره يو ځاى شوي يوو. هغه ټولنه چې په کې يو افغان له بل افغان سره توپير ونه لري او له هر ډول سياسي، ټولنيز، قومي، مذهبي، ژبني، اقتصادي او کولتوري توپير څخه پاکه وي.
معمولاً په هېوادونو کې د سياسي ثبات عمده فکټورونه د نظام مشروعيت، د قانون حاکميت او د خلکو ترمنځ د ملي يووالي مفکوره ده. په هغو هېوادونو کې چې د نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې وي؛ نو سياسي ثبات هم نه وي موجود او د نظامي کودتاګانو امکانات په کې ډېر وي. همدارنګه د قانون حاکميت چې پر ټولو يو شان وي او ټولو خلکو قانون ته غاړه ايښې وي، نو دا د نظام د مشروعيت ښودنه کوي چې د سياسي ثبات لامل کېږي. د سياسي ثبات د له منځه تللو يوازينۍ لوى فکټور د هېواد د اوسېدونکيو ترمنځ د ملي يووالي نشتوالى او اختلافات ګڼلى شو، کله چې خلک خپل هويت په ملت نه څرګندوي، بلکې په قومونو او او جغرافيوي وېشنو باور لري، نو په داسې هېوادونو کې سياسي ثبات يو ارمان پاتې کېږي، چې زموږ هېواد يې تر ټولو ښه مثال دى.

ب- عامه افکار:

په يوه ډيموکراټيکه ټولنه کې عامه افکار ډېر مهم دي، ډيموکراټيک نظامونه د خلکو په رايو ولاړ وي او خلك خپلې رايې د خپلو نظرياتو پر بنسټ کاروي. په دې مانا خلک هغه چا ته رايه ورکوي او هغه چا ته سم وايي چې د دوى په نظرونو کې هغه کس او د هغه اعمال ښه او سم اوسي، دا چې ولې د خلکوپه نظرونو کې د ځينو اعمال او ځينې اشخاص خپله سم او ښه وي او ځينې ناښه، خلک بيا هم له خپلو فکرونو، نظرياتو، عقيدې او ګټو سره سم د سياستوالو او د هغوى د اعمالو د جاجونې لپاره بېلابېل معيارونه او تلې لري. کله چې د خلکو اکثريت د يو سياستوال، د هغه د يوې کړنې يا هم په مجموع کې د نظام او حکومت د کړنو په اړه يو ډول يا سره ورته فکرونه او نظرونه ولري، له همدې سره ورته يا يو ډول افکارو څخه عامه افکار جوړېږي. عامه افکار د حکومتونو يا سياستوالو لپاره ډېر مهم ځکه دي چې هغوى خپلې پاليسۍ او پروګرامونه عامه افکارو ته په پام سره جوړوي او عياروي، د بېلګې په توګه که د حکومت يا نظام د صحي خدمتونو په اړه د اکثريت خلکو نظرونه منفي وي او خلک شکايت کوي چې په عامه روغتونونو کې نه ډاکتران شته او نه هم درمل؛ نو حکومت يا نظام هڅه کوي چې د عامې روغتيا وزير بدل کړي، که ستونزه د بوديجې په کموالي کې وي؛ نو شونې ده په راتلونکي کال کې ورته بوديجه زياته کړي. همدارنګه که له يو هېواد سره جګړې کولو ته د خلکو اکثريت لېوال نه وي، نو حکومت هم شونې ده له جګړې لاس واخلي او له هغه هېواد سره د ډيپلوماسۍ له لارې خپل مسايل وړاندې بوځي.

④ پر عامه افکارو د رسنيو اغېز:

رسنۍ د عامه افکارو په جوړولو کې ډېر زيات رول لري، په هغو هېوادونو کې چې بې پرې او ازاد مطبوعات د دولت د څلورمې قوې په توګه فعال وي، خلک خپل نظريات او افکار د رسنيو د راپورونو، تحليلونو او خبرونو پر بنسټ برابروي، د بېلګې په توګه د يو ټلويزيون خبريال کولاى شي چې د عامې روغتيا روغتون ته لاړ شي او د ډاکترانو او نرسانو تشې خونې عکاسي کړي، له ناروغانو سره مرکې وکړي او د ناروغانو له پيوازانو کليپونه واخلي چې څومره پيسې يې پر درملو لګېدلي دي؟ همدا ژورناليست کولاى شي له ماليې وزارت يا هم د عامې روغتيا له وزارت څخه وپوښتي چې د بېلګې په توګه د ننګرهار د عامې روغتيا رياست ته کلنۍ څومره بوديجه ورکوي؟ د شپې چې دا راپور په ټلويزون خپرېږي؛ نو په ميلونونو خلک يې ګوري، هغوى سبا ته ټول پر دې فکر وي چې د عامې روغتيا وزير د دې وزارت وړتيا نه لري او بايد لرې شي. زياتره مهال رسنۍ هم په عامه افکارو پسې خپلې کيمرې او مايکونه ګرځوي او هڅه کوي چې نظام او دولت ته وښيي چې ستاسې د دغه يا هغه عمل په اړه، د دغه يا هغه شخص په اړه خلک په دې نظر دي، د بېلګې په توګه که حکومت يا هم ولسمشر غواړي چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې له خپل ټاکلي وخت څخه يو کال دمخه تر سره کړي؛ نو رسنۍ خپلې کيمرې او مايکونه د خلکو خولو ته اړوي او د نظام او حکومت لپاره دا معلوموي چې د دې اقدام په اړه خلک څه نظر لري؟
مأخذونه:
اختیار هجرت الله/ سیاستپوهني بنسټونه.
رحماني ګل الرحمن ژباړه/ سیاستپوهنې بنسټونه/
مختلف انټرنیټي سایټونه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي