هغه څه چې یو انسان یې پر اساس مودب معلومیږي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
ادب يوازې د ظاهري بڼې ښکلا او زينت ته نه وايي،
ادب زينتي لباس اغوستلو ته نه وايي،
د ښار په مجللو کورونو کې ژوند کولو ته ادب نه وايي،
ادب د دې مانا نه ورکوي چې ښکلی او قيمتي موټر ولرې،
شتمني او سرچينې ادب نه راولي،
غټ اندام او غټې غټې خبرې ادب نه دی،
د بل چا خبرې پرې کول او خپله خبره کول هم ادب نه دی،
ادب د ښه او قیمتي عطر استعمال ته نه وايي…!
ادب يانې…
د کورنۍ، مېرمنې، اولادونو، ملګرو او همکارانو سره ښې رويې ته وايي،
ادب يانې د پلار او مور احترام کول،
ادب يانې خلکو ته د خوښي او هوساينې ډالۍ کول،
ادب يانې غيبت نه کول،
ادب يانې د چا نه رټل،
ادب يانې د چا ريښې نه رېبل،
ادب يانې د مشر احترام کول،
ادب يانې پر کشر شفقت کول،
ادب يانې د لاس لاندې کسانو او پېرودونکو سره ښه رويه کول،
ادب يانې په مجلس کې خپلې سترګې او خوله کنټرولول،
ادب يانې په خپل کار تمرکز کول،
ادب يانې، نه دا چې څوک له ډوډۍ پرېږدې او خپله مخکې تګ وکړې،
ادب يانې د ټولو خير او هوساينه وغواړې،
د ټولنې لپاره نعمت واوسې،
هرچا ته دې د تاوان پر ځای ګټه ورسېږي او مثبت واوسې.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ