ژباړه: نسیمه محمدي
شیطان پُل هغه ځای دی، چې غواړو وړاندې یې تاسې ته دروپېژنو.
هغه پلونو ته د شیطان پُل وايي، چې ځیني خلک وايي، د شیطانانو په واسظه جوړ شوي دي او یا هم د هغې په جوړېدو کې شیطانانو ونډه لره. په نړۍ کې له دېرشو څخه زیات پلونه د شیطانانو د پُل په نامه یادېږي، چې ډېری له دې څخه په اروپا لویه وچه کې شتون لري. په دې مطلب کې مونږ تاسې د آلمان د شیطان پُل سره آشنا کوو. له یاران سره اوسئ.
په آلمان کې د شیطان عجیبه پُل
په آلمان هېواد کې دا پُل له ډبرو جوړ شوې دی او د نیمې دایرې په بڼه دی. دا پُل په سیند کې د هغه د انعکاس له امله د یوې بشپړې دایرې انځور وړاندې کوي. دا پُل د آلمان په ختیځ کې د لهستان پولو ته نېژدې پروت دی.
یو داستان شتون دی، چې د پُل جوړوونکو د دې شاهکار د جوړولو پر وخت له شیطان سره مخالفت وکړ. شیطان هغوی ته وایي، لومړی کس چې د دې پُل څخه تېرېږي، خپل روح باید شیطان ته ورکړي.
دا پُل په ۱۸۶۰ میلادي کال کې جوړ شوی او توکي یې د معدن د ډبرو او بازالت مخلوط دی.
دا ټکی هم باید ذکر کړو، چې په دې پُل تګ راتګ د پُل د ساتنې لپاره منع شوې دی. د دې شیطان پُل څخه د لیدنې او نندارې تر ټولو ښه وخت د مني او ژمي موسم دی.
سرچینه: ecophiles.com
تر دې مهاله په ای پي ايل ايل کې د راشد خان سفر
راشدخان په ۲۰۱۷ز کې سنرايزر حيدراباد لوبډلې له ځانه سره واخيستی چې لاهم ورسره دی. د راشد او محمدنبي دا پنځم کال دی چې په ای پي ايل ليګ کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې لپاره ... نور ولولئ