مارچ 8, 2021

په پوهنتون کې د برياليتوب لپاره ۱۰ اغېز لرونکې لارښوونې

Advertisements

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- مناسب ځای وټاکئ
په جدي توګه قصد لرئ چې خپلې موخې ته ورسېږئ؟ يو مناسب محل د ځان لپاره وټاکئ.
کولی شئ چې د کتابتون، د مطالعې خونو او يا هم له خالي درسي ټولګيو څخه ګټه پورته کړئ.
۲- ورځينۍ مطالعه مو عادت وګرځوئ
يو دمي مطالعه يا هم يوازې د ازموينې په شپه مطالعه نشي کولی تاسو ته په ازموينه کې برياليتوب قطعي کړي. هڅه وکړئ چې د هرې ورځې د درس لپاره مطالعه وکړئ. د وخت په پيدا کولو سره مو تل درسونه تکرار کړئ.
۳- په درسي چارو کې له نورو مرسته وغواړئ
که په ازموينو کې ستاسې نومرې لوړې او يا هم ټيټې وي، توپير نه کوي. هڅه وکړئ چې د هرې ازموينې د پايلو څخه وروسته خپل درسي پلان کې څه ناڅه بدلون راوړئ. د مطالعې د کړنلارو ډولونه ولولئ. ښوونکو سره مو اړيکې پياوړې کړئ او په ستونزمنو درسونو کې له ښوونکو او نورو ټولګيوالو څخه مرسته وغواړئ.
۴- يادښتونه مه هېروئ
درسي ټولګي ته د تګ پر مهال بايد هرو مرو له ځان سره د نوټ لپاره يوه کتابجه ولرئ. ورځيني مهم يادښتونه پکې په خلص ډول وليکئ او تکرار يې کړئ او د ازموينو لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ولرئ.
۵- انرژي واخلئ – خواړه، خوب او ورزش
ستړيا او سټرس د انسان د حافظې کمزورۍ سبب ګرځي. مناسب خواړه وخورئ، په مرتب ډول ورزش وکړئ او په کافي اندازه خوب وکړئ.
۶- حرفه يي عمل وکړئ: په پوره چمتووالي سره ټولګي ته حاضر شئ او د ټولو مطالبو څخه يادداشت ونيسئ.
هڅه وکړئ چې هېڅ غيرحاضري ونلرئ. د نورو يادداشتونو څخه نوټ نيول مو دومره په درد نشي دوا کېدای. د درس پر مهال هره هغه موضوع چې تاسو ته ګنګه وي، ځان پرې په بشپړ ډول پوه او برلاسی کړئ. د درس په اړه چې هر ډول پوښتنې لرئ، د فرصت په موندلو سره د ښوونکي ترڅنګ ورشئ او ستونزې مو حل کړئ.
۷- مخکينی چمتووالی
مخکې له دې چې د يو کتاب او يا چېپټر درس په رسمي ډول پيل کړئ، هڅه وکړئ چې وختي يې وپېرئ او د فرصت په پيدا کولو سره يې مطالعه کړئ؛ ترڅو د درس پر مهال ورته لازم چمتووالی ولرئ.
۸- مطالب ذهن نشينه کړئ
فعال واوسئ! خپل ځان سره مو د مهمو او کليدي درسي د موضوعاتو په اړه څو څو مثالونه ذکر کړئ او د حافظې د تقويت مختلفې کړنلارې وکاروئ. درس خلاصه کړئ، کليدي ټکي يې يادداشت کړئ او همدارنګه د مهمو موضوعاتو لاندې کرښې کش کړئ.
۹- فکر کوئ چې کليدي درسي موضوعات مو هېرېږي؟ ثابت يې کړئ
دا مهمه نه ده چې تر کومې اندازې يو مطلب ته توجه او پاملرنه کوئ، په هر صورت؛ که درسي موصوعات تکرار نه کړئ؛ نو له ياده مو وځي. مخکې له ازموينې څخه پرته له دې چې مهم درسي موضوعات يادداشت او په جزئياتو سره يې وګورئ، په خپل ذهن کې يې مرور کړئ. د فصل ( څپرکي ) پای ته ورشئ او پوښتنې پرته له دې چې کتاب وګورئ، ځواب يې کړئ.
۱۰- ځان مو د هر ډول آزموينې لپاره چمتو کړئ
تر خپل وسې پورې هڅه وکړئ چې د ازموينو هر ډول يې پر تاسو محدوديت وضعه نه کړي. د هر ډول ازموينې لپاره تل چمتووالی ولرئ. د بېلګې په توګه ( ټېسټي يا هم ناڅاپي ازموينه ).
د ازموينې کړنلارې په دقيق ډول مطالعه کړئ او د هرې پوښتنې وخت په نظر کې ونيسئ. له اسانه پوښتنو څخه پيل وکړئ. د ازموينې پر مهال ټول تمرکز مو د پارچې پوښتنو ته کړئ.
 

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ