پوهان ولې اوږد عمر لري؟ ځینې رازونه شته چې باید پرې پوه شو

ژباړه: ملیحه ناصري

ښايي تاسو ته هم پوښتنه پيدا شوي وي چې پوهان او مذهبي مشران ولې اوږد عمر لري او تر عادي وګړو ډېر وخت ژوندي وي. مثلاً ډېری پوهان په منځنۍ کچه ۷۰ کاله ژوندي وي.

د عمر د اوږدوالي اغېزناک لاملونه

په اوسني وخت کې په دې اړه ډېرې څېړنې شوي او مالومه شوې چې د عمر په لویوالي کې معمولاً جمسي او اروايي لاملونه ښکېل دي. د جسمي لامل برخه درنه برېښي. خوړنیز رژیم، تحرک، د هوا څرنګوالی، نشه يي توکي… پر عمر اغېز پرېباسي.
ککړ او میکروبي خواړه، مخدره توکي، نه تحرک، خرابه هوا او ورزش نه کول په عمر کمولو کې ونډه لري، خو بلخوا اروايي برخه هم ځانګړی رول لري.

د پوهانو د اوږد ژوند لامل څه دي؟

جاپانی پوه شیجاکي هینوهارا چې ۱۰۵ کاله عمر یې کړی وايي: “درد، رنځونه او اندېښنې هېرې کړئ، د دوی د هېرولو یوازینۍ لاره (خوښي) ده. په دې اړه باید ښه سوچ وکړئ. مادي مسایلو ته ډېر فکر مه کوئ. مه هېروئ چې کله مړه شئ، قبر ته هېڅ شی نه شئ وړلی.
کله چې د پوهانو ژوند بڼه وڅېړو، راته جوته به شي چې سم خوړنیز رژيم، ډېره مطالعه، په دې نړۍ پسې زړه نه تړل… ډېر مراعاتېږي.
بیا هم ځينې نور لاملونه شته. که دیني متنونه مطالعه کړو، راته څرګندېږي چې روحي ارامتیا او ځواک عمر اوږدوي. اخلاقي ځانګړنې اروايي برخو نه ملاتړ کوي. مثلاً بخیلي او رخه نه کول انسان اراموي. بخیلي زموږ مثبت هیجانونه نامنظموي.
تر ټولو اړین لامل یې عبادت کول او له خدای سره د زړه اړیکه ده. کله چې دوامداره عبادت وشي او په زړه کې خدای ته ځای ورکړل شي، ارواه ارامه او ساکنه وي.
اروايي برخه چې ارامه شي، جسم هم ارامه وي او پایله یې دا وي چې د انسان ژوند اوږد شي.
له ملګرو او خپلوانو سره دوستي کول عمر اوږدوي، ځکه موږ پوهېږو چې په اسلام کې د خپلوۍ په پاللو ټينګار شوی، هر هغه کس چې له دوست سره دوستي پرېږدي، عمر يې لنډېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ