روغه سټه ژوند بڼه

د پُفک زیانونه؛ د سرطان او عقامت لامل کېږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
سرچینې: بېلابېلې

هغه خوندور خواړه چې معمولاً ماشومان یې خوري، په صنعتي کارخونو کې جوړېږي، پاکټ کېږي او بیا په کمه بیه پلورل کېږي، دا خوندور خواړه نه جبرانېدونکي تاوانونه هم لري، د دې له جملې څخه یو هم پفک دي. په افغانستان کې دا ډول پاکټي خواړه د ماشومانو د خوښې وړ خواړه دي. کله چې کورنۍ د ماشوم د شوخۍ له لاسه په تنګ شي، همدا صنعتي خواړه ورته پېري، پرې اراموي یې او بوخت یې ساتي. ایا دا شیان ګټه لري که نه، په دې اړه مو دلته ځينې خبرې لیکلي.

د پُفک زیانونه:

د پفک او پاکټي چپسو خوړل انسان ته خوندور برېښي. خوند یې تر طبیعي خوړو پر زړه کېني. د دې شیانو د تروشولو لپاره خورا ډېره مالګه وراچول کېږي چې مزه یې تونده مالګینه شي؛ خو ډېره مالګه د وجود د ځينو برخو د تورم، د وینې د فشار لوړېدو، د مغزي او د زړه سکتې لامل ګرځي.

د پفک د چمتو کولو په وخت کې د جوارو اوړه را اخلي، فشار پرې واردوي/پرېس کوي یې، د پړسولو لپاره یې خورا ډېر حرارت ورکول کېږي. دغه وخت کې د پفکو اصلي غوړ سوځي او پر اُکسایډ تولیدوي، پر اکسايډ د نور/رڼا او تودوخې پر وړاندې غبرګون ښيي, اندازه یې ډېرېږي، بلاخره خوړل یې د انسان وجود ته زیان رسوي.

په چپس او پفک کې د ډېرو غوړیو کارول د وینې د کلسټرول لوړېدو، د وزن زیاتېدلو، د زړه د ناروغیو او عروقي ستونزو لامل کېږي. د هغو غوړیو کارول چې څو ځلي خوراکي توکي پکې سره شوي وي، سوځېدلي غوړ وي، رنګ یې تور شوی وي او د خوړو رنګ هم پوخ/ تېز کړي, کارونه یې بلاخره د سرطانونو لامل کېږي.

کله چې د پفک او نورو سره کړیو شیانو د پخولو لپاره خورا ډېره تودوخه ور ورسوي، پر اوکسایډ ازاد رادیکالونه پکې تولیدېږي. د پراوکسایډ ازادو رادیکالونو زیان د سګرټو د لوګي هومره ډېر دی. دا چاره د سږو، سینې او مثانې د سرطان لامل کېږي.

څېړنو جوته کړې چې پفک تر خپل آر/اصلي  وزنه نهه چنده اوبه جذبوي؛ نو ځکه د ماشوم معده ډکوي، بې اشتها کوي یې او کاذب مړښت ته یې اړ کوي. بیا دوی داسې فکر کوي چې ماړه دي او اصلي-طبیعي خوړو ته یې زړه نه کېږي. دا کړنه په اوږدمهاله توګه د کمخونۍ/ د وینې د کمښت، د ونې/ قد ټيټ پاتې کېدو، د هډوکو پوډه کېدو، د ويښتو د تويېدو او کمزوري کېدو لامل کېږي.

سربېره پر دې بې اولادي/ عقامت تر عادي ښځو دوه چنده هغه ښځې ګواښي چې د پفک او چپس خوړل یې عادت وي. تر دې ښځو څلور چنده پیتزا خوړونکې مېرمنې ژر زیانمنېدلی شي.

د پفک ډېر خوړلو له امله کېدی شي په ګېډه کې ماشوم سقط او له مینځه لاړ شي.

په ماشومانو کې د وېرې، توند خويۍ او غوسې علت هم همدا د پفک ډېر خوړل ښودل شوي دي.

هغه کسان چې پفک خوري، د پوستکي او سترګو د سره کېدو لامل یې کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ