ادبیات

ټپه او ښه شاعران!

د پښتو د هر ښه معاصر شاعر په شاعرۍ کې مې د پښتو ټپې رنګ لیدلی دی، بلکې په یو شمیر شاعرانو کې خو بیا دا رنګ بار بار مخکې ته راځي. ښه خبره ده ملګرو اتفاق کړې د ټولو مال دی هر څوک دې ترې خپل خیال ته ځلا واخلي! زما پوښتنه داده چې پښتو شاعرانو بیا لنډۍ ته ورکړي څه دي؟ ښايي بیا د اصالت خبره رامخې ته شي چې لنډۍ به یوازې ښځې لیکي او تش وزن او څپې به نه وي، ټپیزوالی به لري، کنه نو د ناچله لنډیو په ترڅ کې به د نقل داسې ګرد پورته شي چې د اصل څيره به پټه کړي. زما په خیال نور نو ددې وخت نه دی چې لنډۍ دې یوازې د ښځې تخلیق وګڼل شي، تاسو د سي ډي پلورلو یو دوکان ته لاړ شئ یو ټيوبه او نورو انټرنیټي سایټونو ته لاړ شئ او ټپې ترې وغواړئ په دغو ټپو کې ښايي ۵ سلنه پخوانۍ اصیلي ټپې وموندل شي نورې ټولو اوسنیو شاعرانو جوړې کړي چې په پای کې یې لکه غزل خپل نوم هم اخلي، اوس که دا ټپې نه دي نو بیا خو به دامنئ چې د پښتو شاعرئ په تاج ټپه لوبې شوي دي او یرغمل شوې ده. فکر کوم داسې به نه وي ګنې اوس به پښتو قلمکارانو هنګامه جوړه کړې وه. ښه چې داسې نه ده او تاسو دا هرڅه د ټپو په نوم پیژنئ او پوهیږم چې په ټپو یې منئ، ځکه په خواله رسنیو کې ژوند ورکوئ، نو خبره دې ته راغله چې دا ټپې دي خو ښو شاعرانو نه دي لیکلي، او که ښو شاعرانو لیکلې وای معیار به یې خورا لوړ و، نو بیا یې ولې نه لیکي؟ ماته نه شي یاد چې چا دې د ټپو لیکلو لپاره لاره هواره کړې وه یوازې د جهاد په زمانه کې سپیدې مجلې ولس او شاعران هڅول چې نوې ټپې ولیکي، خو وروسته دغه نوښت ته پام ونه شو، او زموږ ښو شاعرانو ښځينه وې او که نارینه وو هیچا ټپې یانې لنډۍ ونه لیکلی، او داسې راته ښکاري که وتلي شاعران دې صنف ته پام ونه کړي دا نور به داسې څه د لنډۍ په نامه ثبت کړي چې راروانو نسلونو ته به زموږ لنډۍ ستاینې شاعرانه مبالغې ښکاره شي. خو دا کار به قرباني غواړي ځکه چې د شاعر نوم به ورسره نه وي تړلی، د کومې لیکنې نیت مې نه درلود د یوه مضمون لپاره اشرف مفتون لولم داد ورکول په کار دي چې دغه رومانوي شاعر دغه ولسي صنف نه دی هیر کړی او ټپې یې هم د خپل کلیات برخه ګرځولي دا چې د مفتون صیب ټپې به څومره؟ ټپیزوالی ولري دا به پریږدو خو داسې یو دود دی چې پالل به یې ګټه ولري، د ارواښاد څو ټپې :

څوک مې د رحم پاتې نه دي
ربه په رټو رټو چاته وژاړمه
په ویره ویره ورته ګورم
ویم هسې نه چې یار شکي راباندې شینه
یو خوا عزت بل خواته مینه
حیران دریان یم چې د چا په طرف شمه
ښکلی به دې نه کوم ساعت وي
زه ورته ژاړم یار مې اوښکې وچوینه

سمه ده چې لنډۍ د خپل لنډ جوړښت او د ښځو د ټولنیز احساس له کبله بې نومه راغلې خو که دا لنډۍ د مفتون په نامه ثبت وي نو څه ګناه ده او چې کوم شاعران یې په دیوانونو کې چاپول نامناسب ګڼي لنډۍ دې جوړې کړي د د نیشنل جګرافیک سپیشل غوندې دې ددې کوترو په پښو پورې خپله نښه نه تړي او اجازه دې ورکړي چې د هنر د اسمان له کوترو سره یو ځای شي، که هنري ځواک یې درلود چلند به پیدا کړي کنه نو مړې کیدې خو شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل