ادبیات کلتور او هنر

د شاعرانو ډلې

زموږ د شعر او ادب تاریخ له ډلبازیو ډک دی، روښانیانو که شاعرانه بهیر روان کړ په دغه بهیر کې کوم لوی نا روښاني شاعر سر نه دې پورته کړی.
چې داسې ده نو موږ ددې نتیجې اخستلو حق لرو چې له روښاني مشاهیرو یوازې روښانیان راتاو وو او د ولسي ‌ذوق د پاللو بهیر پڅ وو .
هغوی که د وحدت الوجود ګردان کاوه خو د پښتو خبره یې هم کوله خو دا چې دلته یوازې روښانیان ادبیان و، ادب له ولسه لرې پاتې شو.
راورسته زمانه کې وګورئ د رحمان بابا په دیوان کې داسې شعرونه شته چې ښايي د هغه مومندو شاعرانو لیکلي وي. دا تعالی دې به په ملنګ عبدالرحمان کړې وي؟؟

یو خوشال یو کم سل خټکه نور په طبیعت کې
ځار شه د رحمان سړبني له یوه فرده

او بیا یو شمیر نورو خټکو ددغو شاعرانو ځوابونه لیکلي دي، رحمان او خوشال ستر وو دغه راز خوشامدو نه ووتل .
دا هسې یوه خبره کوه زه د خپلې زمانې خبره کوم په تیرو دوو لسیزو کې ګڼو ډلو ګڼ شاعران د افغانستان له پراخې دایرې را و ایستل، او د یوه قام او یوې سیمې شاعران یې کړل.
هغه مهال چې دغو مرحومو او ژوندیو شاعرانو تر شاه لښکر نه درلود، ټول ورپسې روان وو، او د چا خیال ته دا خبره نه راتله، چې دا څوک او د کوم فکر والا دی ادب ادب و.

خو اوس به په ګرانه داسې شاعر پیدا کړو چې هغه دې د ټولو سیمو لپاره یو رنګ محبوب وي.
ددغو شاعرانو مریدانو ددوی له تخلیقي تصور سره خپلې روانې غوټې هم ملې کړې، او ان دا چې په داسې کولو سره یې له دغو سترو هستیو د خلکو زړونه تور کړل له هغوی یې د هغوی د افاقیت رنګ واخست.
بله ستونزه داده چې شاعران د لویو کره کتونکو له لیتکیو پرته لاره نه شي موندی.
او دغه شاعران خپلو ډلو دومره په قبظه کې واخستل چې هر یو یې یو ایزم شو.
دغه شاعران مقدسې هستئ شوې او هر لیکوال هڅه وکړه چې ددغو شاعرانو د اثارو له انتقادي جاجه لاس واخلي.
یقینآ دغو مینه والو دغه شاعران په دې زمانه کې ووژل.
بله دا چې خپله ددغو مینه والو نقد هم سالم نه وي او یوازې په مبالغو بسنه کوي که اوس تاسو ته ووایم چې فلاني لیکوال پر فلاني شاعر لیکنه کړې ده د مقالې له لوستلو پرته دا پریکړه کولای شئ چې صاحب به د شاعر پر اړه ښه او که بد لیکلي وي.
ډیر ځله دغه مینوال په عاطفي یا بل ډول د شاعر د ایزم ښکار کیږي، او دومره وس نه لري چې د یوه شاعر ښکلا درک او نورو ته روښانه کړي.
زه خپله د یو شمیر اوسنیو شاعرانو پر شعرونو خبرې لرم، خو دا چې پښتو شعر د یوه منفي کلتور ښکار دی ګرانه ده چې په ښکاره د چانو واخلم.
د کډوالۍ د وخت شاعري د پښتو ادب د معاصر ادب تاج شاعري بولم،  ځکه هلته انجویزم، ډلبازي،مافیا او دا خبرې نه وې، خو چې افغانستان ته راغلل، د خپلو اسلافو کارنامې یې پر اوبو یوړی، زما په نیت شک مه کوئ نه د کومې سمیزې ادبي ډلې غړی یم، او نه خپله داسې ډله لرم.
خو که موږ شاعر پرستي پرینښوده یاد لرئ چې د یوه فکر، د یوې سیمې او نظریې د شاعر شعر به په بله سیمه کې څوک نه اوري.

تاسو فیس بوک ته لاړ شئ په لټون کې د خپلو لویو شاعرانو نومونه ورکړئ او بیا وګورئ چې چا هم شعر ورکړی یا یې د شاعر پر اړه ښه خبره لیکلی د ډلې کس یې نه دی وطندار یې نه یې.

دا راز مینه وال زموږ مشاهیر د هغوی له مقامه راغورځوي رښتیا به سره وایو یو شمیر شاعران چې ما به ورسره مراقبې لرلې اوس راته نه یادیږي.
بله دا چې د شاعر په زمانه کې داسې ړندې ډلې جوړې شي هغه د افاقیت له هسکه پر ځمکه ولي.
زه بله اندیښنه نه لرم خو افسوس چې دوی د اوبو په څیر سپیڅلې څیرې، د خپلو غوښتنو په داسې قالبونو کې بندې کړې چې یو ویرونکی شکل یې ونیو.
خپله دغه ښاغلي له کوم زیان سره مخامخ کیږي یوه شاعر د ترکیب جوړونې ماهر وي بل نوی خیال لري بل محاوره لري بل روان بحرونه لري، د بل کلام موسیقي لري یو فلسفه لري او بل رواني ارزښت نو موږ باید څو کلونه له یوه شاعر سره تیرو کړو چې ذوق مو له ټولو ښکلاوو سره اشنا شي.
بیا تاسو کولای شئ چې ښکلایز لیدلوري پیدا کړئ، بیا پوهیږئ چې فلانی لوی شاعر دی خو دغه برخه کې کمزوری دی.
بیا تاسو کولای شئ چې د شعر ددیوال پر وروستئ خښته بله د نوښت خښته کیدي،او په راروانه زمانه کې یاد شئ.
او که په یوه شاعر کې ورک شئ هغه ټول عیبونه به درلیږدي چې په هغه ښاغلي کې وو.
نور به دا ووایم چې دا بت پرستي روانه وي د شعر بهیر به شاته روان وي.
بله دا چې ادبي مافیا په پښتونخوا کې نه وه او اوس هم نشته او داځکه چې هلته پروژې نشته. او دا هم یاد لرئ چې دا به د معاصر پښتو شعر تاریخ کې یو تور څپرکی وي.
او ښايي ډیرو ته یې په افغانستان کې بنسټګر هم معلوم وي چې تاریخ به یې نه هیروي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل