د شعر لپاره ریاضت څنګه کیږي؟ – مصطفی سالک

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې تنظیمي اندونو خپل اغیز بایللی و، او د کمونست پلوي فکر ځلا تته شوې وه او خپله د طالبانو له شتون سره هم خوښونکې هیلې نه وې تړلې موږ یو شمیر ملګري لکه پیر محمد کاروان، نورالحبیب نثار، بازمحمد عابد، سید شاه سعود، حنیف خلیل، امان الله ساهو او یو شمیر نور سره یوځای شو او ټول فنا فی الادب او فنا فی الشعر شو. خو دا فنا موږ په اسانه نه وه موندلې بلکې تر شاه یې زموږ هغه پراخه ریاضتونه پراته وو چې موږ کول، موږ دا ریاضتونه داسې نه کول چې په شعوري ډول مو شعري او ادبي ریاضت ته ملا تړلې وه بلکې له ادب سره مو بې کچه مینه پیدا شوې وه او موږ دا مینه کوله. داسې هم نه وه چې یو شمیر کسان وايي د طالبانو په وخت کې خلک اوزګار وو ځکه یې ادب ته مخه کړې وه، زموږ ګڼ شمیر ملګرو دندې درلودې او لږ شمیر یې د پوهنتونونو محصلان وو.
په پیښور کې لږ شمیر دفترونه وو چې تر ډیره په کې فرهنګي افغانان راټول شوي وو نو د ورځې له خوا د کار تر څنګه هنري بحثونه هم کیدل، چې ورځ به په دې بحثونو سره پای ته ورسیده، مازیګر به ټول د صدر بازار په یوه زاړه هوټل کې راټولیدو، مشاعرې به مو کولې، په خپلو او د نورو پر شعرونو مو نقد کاوه او پر ګاونډیو شاعریو او نړیوال ادب به مو خبرې کولې. تر ماښامه به مو دا مشغولا وه نور نو موږ په اونۍ کې ایله څو محدودې شپې په خپلو کورونو کې کولې هره شپه به ټول د یوه ملګري کورته تللو او دا نوبت په ټولو راتللو بیا به مو تر پیشنمي پورې بنډار کولو او ددې ټولو ناستو موضوع یوه وه ادب او شاعري خو ډیر ځله به تر لمرخاته پورې هیڅ نه ویدو کیدو ویښ به لاړو او ویښ به سبا دفترونو او پوهنتونونو ته تلو د زلمیتوب زمانه وه او د شوګیرو تاب مو درلود کرۍ شپه به مو فی البدیهي مشاعرې کولې، پرتلیز دیوانونه به مو لوستل یانې که ۵ غزلې به مو د حمید مومند ولوستې ۵ به مو د کاظم خان شیدا لوستې او بیا به مو پرې پرتلیز بحث کاوه چې څوک په کومه برخه کې پیاوړی و، کله کله به یو ملګري یوه نړیواله ژباړه لوسته او نور به ورته غوږ، غوږ و.
کله کله به مو د یوه افغان یا بهرني کره کتونکي یو کتاب راواخست او یو باب به مو ترې ولوست او بیا به مو پرې خبرې وکړې.
کله کله به نورو سیمو ته تللو یا به له پیښوره مردان ته لاړو یا به سوات ته لاړو او هلته به مو له نورو ملګرو سره ادبي بنډارونه تاوده کړل، چې افغان ادبي بهیر جوړ شو دا بل مرکز شو چې زموږ ریاضت ته یې ځلا بښله د پیښوریو ملګرو اونیزو ادبي غونډو ته هم تللو او د قلندر مومند د ساهو لیکونکو مرکې ته خو اکثر ملګري ورتلل، هغه ملګري چې کورونه به یې سره نزدې وو هغوی بیا خپلو کې ځانګړي بنډارونه لرل لکه زه او حنیف خلیل چې په یو کلي کې وسیدو ډیر وخت به مو شپې په ادبي بحثونو او مناظرو تیریدې چې زموږ یو بل باذوقه ملګری نوشاد خلیل به هم راسره و . یو شمیر ملګري لکه زما د ادب په پوهنځیو کې استادان یا شاګردان وو نو هلته یې هم وخت له شعر او ادب سره تیروه.
دا ملګري، ملګري وو خو هر یوه یې ځانته یوه بیله دنیا او خپلې خبرې لرلې یوه د بل تر اغیز لاندې شاعري نه کوله.
دا ریاضتونه تر دې هم پراخه وو لنډه دا چې تر څو به مو سترګې غړیدې او ویده به نه وو موږ په شعر او ادب کې فنا وو.
د پټو سترګو قسم نه خورم
ترڅو چې سترګې غړوم تا یادومه
څه فکر کوئ چې اوس هم شاعران ادیبان دغه راز ریاضتونه کوي؟ زما ځواب خو ورته نه دی اوس زلمي شاعران نه په هغه کچه هنري مطالعه کوي او نه له فیس بوکه وځي اوس ټول شاعران دي او یوازې په فیس بوک کې د یو بل شاعري لولي، که له شعرونو یې مقطعې لرې کړې د ټولو شاعري یو شان ده او دا پته نه لګي چې کوم شعر د کوم شاعر دی.
ما د خپلو ملګرو له ریاضتونو موټې له خرواره دې لپاره بیان کړ چې ګوندې یو شمیر ژمن شاعران ادیبان له دغو تجربو ګټه پورته کړي او د ادب د ارتقا په برخه کې په زړو خښتو نوې خښتې کیږي او نوي هنري عمارتونه جوړ کړي.
پای




وروستي مطالب