ادبیات

شاعر او د خپل چاپیریال کړه وړه!

سمیع الله تازه په خپل کتاب (ادبیات شفاهی نورستان) کې د نورستاني شعر غم ژړلی او په حقه یې ژړلی دی،نوموړی لیکي ( چې ځمکه خپرونو ته برابره شوه یو شمیر نورستاني روڼ اندو هم د دري او پښتو ژبو په جوړښت شعرونه ویل پیل کړل او د خپلې نورستانۍ شاعرۍ کلاسیک فورم یې په قافیه کې بندي کړ) که انديښنه دا وي چې د نورو ژبو فورمونه راغلي څه دومره خبره نه ده،خو که د نورستانۍ ژبې د شعر موزون خو بې قافیې جوړښت له منځه ځي یا هغه مفاهیم ورکیږي چې د اسطورو په بڼه یې زرګلونه کلونه عمر کړی دی،نو دا د انديښنې وړ ده نورستان په خپله شعر و، ننداره د طبیعت،پیرزوینه د طبیعت،ژوند په طبیعت کې په داسې ځای کې غرونه او ځنګلونه خبرې کوي ، په لرغوني نورستان کې هم لکه د نورو بشري ټولنو د پیل په څیر عقلانیت جرړې نه وې غځولې، خو ژوند یې د تخیل په زانګو کې زنګیده، تر دې چې له ښاپریو سره یې مینې کولې.

زه پر نورستاني ادب نورې خبرې نه کوم، د پښتو ژبې د شاعرانو خبره کوم چې د ګڼو شاعرانو شعر جفرافیې خپلې نه دي، یانی د هغو مفاهمو کمی دی په کې چې د هغه په چا پپریال کې دي ګڼ شاعران داسې ښکاري لکه د یوې سیمې د یوې داسې سیمې چې د شعر چاپیریال یې یو شان دی، د مینې رویه، جامه او هر څه یو ډول دي، له دې ښکاري چې ډیر شاعران په لاشعوري ډول د یوې داسې جغرافیې اوسیدونکي دي چې په تیر کې یې لوی او اغیزناک شاعران لرل. دغه شاعران په دې کې پاتې راغلي چې د خپلو لهجو ښکلي جوړښتونه،او د خپل چاپیریال رنګونه شاعرانه کړي، ټول په تخیلي ډول هلته اوسیږي چې ژبه یې مخکې شاعرانه شوې او تجربې یې شعر شوي دي.

اوس د غرني کلیوال ژوندانه ښکلا ډیره زیاته ده، هلته د ژوندانه رویې له سمې سره یو څه توپیر لري.
د طبیعت ښکلا بې غرضه ښکلا ده، او د هر سالم ذوق د خوښې ښکلا ده،شاعر باید غوږ ونیسي چې ابشار په کوم تال کومه سندره وايي، ته حس کړه چې د ماښامي په رانزدی کیدو ځنګل زړه ته څه احساس ورکوي، هلته انساني رابطي څنګه جوړیږي او څه یې مخه نیسي؟
د طبیعت خبره مو کوله د شیدا دغه بیت مې په حافظه کې پرواز وکړ.
په زړه مې ګرځي د غرونو څوکی
حملې د بازو د زرکو کوکې
ووایه څه کا د روه نسیمه
ګیرا منګولې زیبا مښوکې
د شاعر د شعر جفرافیه تر ډیره هغه وي چې د شاعر ماشومتوب او زلمیتوب په کې تیر شوی وي، له همدې کبله هغه ددغې جغرافیې له هرې جذبې او هرې لوړې ژورې سره اشنا وي اجمل اند یو داسې شاعر دی چې خپله جفرافیه او هلته کیدونکې انساني رویې یې د نورو په پرتله لږې ډیرې ساتلي.
دهقان!
داسې وخت به راشي، چې زه بیا هاغه دهقان شمه
بیا چې پړی واخلمه، او غره ته ور روان شمه
بیا چې د جومات ملا، زیارت ملنګ یاران کړمه
بیرته چې سپیڅلی د رڼو اوبو په شان شمه
بیا چې شړک باران وي، موږ په غره کې لاره ورکه کړو
ته چې دعاګانې کړې او زه اذان، اذان شمه
بیا چې مازیګر کې د رود شور ته ټپې ووایم
ټول مې چې سندره کړي، ټول رومان، رومان شمه
بیا چې شپه د باغ د ونو منځ نه سپوږمۍ وګورم
بیرته چې شاعر شمه، بیرته غزلخوان شمه
یوازې جغرافیه او د هغې ښکلا نه ده، هره سیمه ځانته ګړنې او نور ځانګړي ژبنیز جوړښتونه هم لري چې برسیره کیدل یې په ملي کچه پښتو پیاوړې کوي، او تنوع رامنځ ته کوي ،له نیکه مرغه د پښتنو سیمیز فولکلور، بلکې وبه وایم چې کلتور ډیر متنوع دي، ښايي تاسو کله کله یو دود، یوه ګړنه، یو ګل په یوې سیمې پورې محدودوګڼئ خو که تاسو رښتیني شاعران یاست نو دغه هرڅه په نورو منلی او دومره ښکلي کولای شئ چې د بلې سیمې د اوسیدونکي ذوق ورسره مینه کولی شي، د بیلګې په ډول د خیبر خلک په روانه دښمنۍ کې ډزبندۍ ته تیګه ایښودل وايي او چې دښمني بیرته پیل شي نو وايي چې تیګه ماته شوه تاسو که د حمزه شینواري دا بیت اوریدلی وي نو خامخا به مو دانوم او دادود د خپلې سیمې درته ښکاره شوی وي. او یا ښايي همدغه دود او نوم ولرئ.

زما او د رقیب خو به خود تیګه ماتیدله
اشنا چې داسې تا ورسره سترګې جنګولې
ارواښاد پسرلی صیب هم بیا یو داسې شاعر دی چې د شعر ځانګړی چاپیریال لري یوه ورځ رانه غضنفر صیب پوښتنه وکړه چې د پسرلي صیب په شاعرۍ کې دې د سیمیز رنګ پر اړه څه خیال دی؟ (کلیمات بدل شوي ) نو ما ورته همدغه وویل چې دا خو د لویو شاعرانو کار دی چې د تراشل شویو کلیماتو پر ځای د خپلې سیمې شډلو کلیماتو ته مخه کړي او د خپل هنر په زور یې وځلوي زه په باور سره وایم چې څوک هم د پسرلي صیب د لوستلو ذوق لري دغه ځانګړی معنوي چاپیریال به ورته پردی نه ښکاري بلکې د خپل چاپیریال په څیر به یې ذوق ترې خوند اخلي.

سر چې نه پاتیږي څه نشه به سر کې پاته شي
خاپي د فکرونو په زاړه دفتر کې پاته شي
پاتيږي په دودیزه لهجه کې پاتې کیږي لیکل کیږي او پاته، پاتې لیکي خو د پسرلي صیب شعر کې خپل توکي داسې ښکلي راغلي چې زه یې پر ځای خپل لهجوي توکي ږدم راته کمرنګه ښکاري فکر کوم چې ددغه خیال د بیان لپاره یوازې همدغه توري وو.
تر ډیره زموږ د هر شاعر کلی، د پښتونخوا یو کلی وي، او داد هغوی د شاعرئ زور دی چې موږ کډن کیدو ته اړباسي، چې خبره د پښتونخوا شوه نو رحمت شاه سایل به یاد کړم،دا چې د بام پر سر لوپټه د پښتون شاعر کوم جمالیاتي حس پاروي، دا چې د کلي کندي په تنګو کوڅو کې نظرونه څنګه لمبه کیږي، دا چې په دغه کلي کې د وصال او هجران کیفیتونه څنګه تجربه کیږي ، چینې او چنارونه څه سره وايي او دا چې د مماڼو او کرکڼو پر مهال ددغه غرني کلي ښکلا څنګه د کوډو جامې اغوندي ،دا چې د کلیوالي ژوند محرومیتونه څه دي، ددې او نور ډیر څه بې جوړې انځورګر رحمت شاه سایل دی.
مین دې کړم ملالې د قامت په قیامتونو
سالو دې راته یادې کړې لمبې په چنارونو
غني خان هم د چارسدې د لهجې او د هغوی ډیر څه شاعرانه کړي او پر نورو منلي دي،زه دا نه وایم چې یوازې په لهجو کې دې شاعري وشي خو که رنګارنګي او د خپل شعري کلتور غني کول غواړو نو د خپلې لهجې او کلتور هغه توکي باید شاعرانه کړو چې ژوند لري او نورو ته د رسولو وړتیا او دا کار لوی شاعران کولی شي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل