ادبیات کلتور او هنر

د حمزه بابا پښتني غرور

لیکنه: ياران
لیکنه: نورالله زهـيـر

د جيلاني جلان صاحب بیت دی:

مجبوري بده ده خو بیا د محبت مجبوري!

په خدای که هیڅه چاره کیږي وایه څنګه وکړم؟

‏- – – – –

هره مجبوري زور غواړي، خو د ميني او زړه  مجبوري بيا تر نورو مجبوريو څو کېلو متره وراخوا ده. مجبور سړی که غر پر شا راوړي، راوړي به ئې مجبور دی، زورور ئې نه بولو، غښتلی نه دی ځکه متل  لرو: ( مجبور ته مه وایه چي غښتلې.)

دا د میني مجبوري ده چي یو  وخت د ټول کلي خان يې او بيا په هغه کلي کي د يوې دروازې ملنګ شې. خپله خاني تر ملنګۍ قربان کړې. مین چي د یار په یو نظر مړ په بل ژوندی کیږي همدا خبره ده.

شاعران په شعر کي دغه د ميني  مجبوري داسي یادوي، چي دروېش صاحب وایي:

د یار له در سره تړلی هر شی قدر غواړي

نور خو لا پرېږده د رقیب نوم به هم سم اخلمه

‏- – – – –

دا چي د ناسیاله رقیب نوم به هم سم یادوو دا د میني له مجبورۍ پرته بل څه دي؟؟

په شعر کي هم ځیني شاعران خپلي میني ته ډېره ټیټه راوړي، ماتیږي. ان تر دې

رحمان بابا وایي:‏

چي د سپي اواز يې اورم هسي خوښ یم

لکه څوک چي په نغمه خوښ د رباب

‏- – – – –

هغه خوشحال خان چي ځان د زمانې ننګیالی ګڼي هغه هم کله کله تر دې حده رسیږي چي:

که د سپیو د کودي اوبه يې مومم

زه به وایم چي په تن اب و کوثر خورم

‏- – – – – –

که د پښو خیری يې نه یم باري شکر

چي د  ګرد په دود يې نښتی پر لمن یم

‏- – – – – –

ان تر دې چي د محبوب په لاس کي د زهرو پیاله تر عسلو ښه او خوږه ګڼي.

‏- – – – –

که د زهرو پیاله وي خو ستا له لاسه

تر عسلو به لا ښه وي هغه زهر

‏- – – – –

خو ځیني بیا وایي چي نه، دومره دي هم د محبوب پله نه وي درنه، دومره دي هم د یار خوا ته نه وي چي یا سر ورته ټیټوو یا خپل غرور ورته په قدمونو کي مات کړو.

د خوشحال خان پښتني غرور دلته بیرته سر اوچتوي داسي وایي:

څو به ستا د دې غمونو زغمل تل کړم

د یارانو کمی نشته یار به بل کړم

‏- – – – – – –

چي دا هسي بې نیازي كړې دا ښه نه کړې

زه به نور یاران پیدا کړم ته به څه کړې

‏- – – – –

ځیني خو دا لا هم وایي:

‏- – – – –

اشنا چي تا خپلي وعدې هیري کړې

ما هم بېخي ستاسي کوڅې هیري کړې

‏- – – – – – –

که حمزه بابا ته راشو هغه  په مینه کي هم افغانیت، پښتونولي او غرور ساتي، دومره ماته نه راوړي.

د حمزه بابا د دغو لاندي دوو بیتونو په خاطر ما پورتنۍ خبري څه وغځولې.

له دې بیتونو د حمزه بابا د پښتني غرور او افغانیت اټکل هم ښه کولای شو.

چي بابا د پښتني غرور پر غره ولاړ او په پښتني اواز او انداز وایي:

‏- – – – – – –

ما ټیټ ورته لېمه كړه زما سر نه ټیټېده

شاید چي په الفت کي هم افغان پاتي کېدم

‏- – – – – –

حسن که غرور لري وقار د میني هم شته

ستا ګونځي په تندي کي زما ګونځي په شمله کي

‏- – – – – – – – –

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ