روغه سټه ژوند بڼه سپورټ کرکټ

جوفرا ارچر له کرونا پاک وګڼل شو، بېرته درېیمې لوبې ته راستنېږي

یاران سپورټ

د انګلستان کرکټ لوبډلې ځوان او چټک توپ اچوونکی جوفرا ارچر، چې د دویمې ټېسټ لوبې څخه د کرونا مشکوکې پېښې له امله منع شوی و، اوس بېرته ښه ګڼل شوی او لوبډلې سره یو ځای کېږي.

ارچر پنځه ورځې په قرنطین کې تېرې کړې او نتیجه یې ښه بلل شوې ده.

نوموړی په مانچېسټر ښار کې د هوټل په یوه خونه کې تنها وساتل شو او کله یې چې پنځه ورځې وروسته دوه ځلې ټېسټ وشو، معلومه شوه چې کرونا نه و.

پنځه ورځې وړاندې جوفرا ارچر خپله وویل چې ده ټوله لوبډله په خطر کې اچولې او دی له دې امله بښنه غواړي.

ارچر د یوې لوبې څخه د محرومېدلو جرمانه هم پرې کړه او د لوبډلې نور لوبغاړي پرې ځکه غوسه و، چې ګواکې هغه کرونا و او د لوبېدو لپاره یې ځان روغ بللی و.

اوس ډاکټر د هغه د کرونا د ټېسټونو منفي پایلې چمتو کړې او دې چارې هغه ته لاره پرانیسته چې بېرته درېیمې ټېسټ لوبې ته د جمعې په ورځ راستون شي.

د هغه پرځای دویمه ټېسټ لوبه کې الراونډر کرېس ووکس ولوبېده او د بېن سټوکس د غوره توپوهنې له امله انګلستان دویمه ټېسټ لوبه وګټله.

دواړه لوبډلې درېیمه ټېسټ لوبه د جولای په ۲۴ مه نېټه په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې پېلوي.

جوفرا ارچر او کرکټ یې

جوفرا راچر رسمي کرکټ له انګلستان کرکټ لوبډلې سره د ۲۰۱۹ م په اګسټ کې پیل کړ او د ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه وړاندې د انګلستان لوبډلې سره مل شو.

هغه په ویسټ انډیز کې زېږېدلی، خو دا چې پلار یې اصل د انګلستان و، نو دی هم د انګلستان لوبډلې ته را انتقال شو.

i.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ