مارچ 7, 2021

لس هغه لوبغاړي چې د لوبو پرمهال یې ژوند له لاسه ورکړی

Advertisements

په دې لیکنه لس هغه کرکټ لوبغاړي درپېژنو چې لوبغالي کې د لوبېدو پر مهال په توپ لګېدلي او یا پرې هم ناروغۍ بریدونه کړي او وژل شوي دي.
فېل هوفز
فېل هوفز اسټرالیایي توپ وهونکی و، نوموړی په ۲۰۱۴ م کال کې په یو بونسر توپ په سر ولګېد او مغزي سکته یې پېداکړه؛ هغه بیا یوه ورځ وروسته په روغتون کې ومړ.

فېل هوفز ۲۵ کلن و، چې په توپ ولګېدو او ووژل شو، د هغه مړینه د کرکټ په نړۍ لړزه راوسته، ډېری کرکټ مینوالو یې جنازه په اوږو یوړه او په دفن کولو کې یې اوښکې تویې کړې.
وسیم راجا
وسیم راجا پاکستانی لوبغاړی و، هغه هغه د همپشایر لپاره په ټېسټ تجارتي لوبه کې لوبېده، نوموړی بیا وروسته د کرکټ نړیوالې شورا لپاره لوبڅار هم پاتې شوی دی.

۲۰۰۶ م کال کې پرې د زړه حمله راغله او د لوبڅارۍ پرمهال یې ژوند له لاسه ورکړ.
ډېرین رنډال
ډېرین رنډال افریقایي لوبغاړی و، هغه د افریقا په یوه کورنۍ یا داخلي لوبه کې لوبېده، هغه په یو شارټ پیچ توپ د پول شاټ وهلو هڅه وکړه، په هڅه کې ناکام شو، پر سر ولګېد او روغتون کې یې ساه ورکړه.
نوموړی ۳۲ کلن و او ۲۰۱۳ م کال کې مړ شو.
ذولفقار بټي
ذولفقار بټي د پاکستان په کورني کرکټ لوبو کې لوبېده، هغه د توپ وهنې پر وخت په توپ په سینه ولګېد او په لوبغالي کې یې ساه ورکړه.

هغه ۲۲ کلن و او په ۲۰۱۳ م کال کې ووژل شو.
ریچارډ بیومونټ
ریچارډ بیومونټ د انګلستانۍ لوبډلې بالر و، هغه له مړینې یوه ورځ مخکې پنځه وېکټې اخېستل ولمانځل؛ خو ورپسې ورځ باندې د ډګر ساتنې پرمهال په توپ ولګېد او په لوبغالي کې یې ساه ورکړه.
دا لوبغاړی په ۲۰۱۲ م کال کې د ۳۳ کلونو په عمر ومړ.
رمان لمبا
رمان لمبا د هندوستان لوبغاړی و، نوموړی په بنګله دېش کې د یو کلب لپاره لوبېده، چې د ډګرساتنې پرمهال په توپ ولګېد او ساه یې ورکړه.
لمبا په ۱۹۹۸ م کال کې د ۳۸ کلنۍ په عمر د کرکټ له امله ووژل شو.
ایئن فولي
ایئن فولي هغه د ملي لوبډلې لپاره د لوبېدو پیلولو ته بریالی شوی، غوښتل یې چې لوبه پیل کړي، خو د لوبو له پیل وړاندې په پوځ کې ټپي شو؛ خو په ۱۹۹۱ م کال کې لوبو ته راستون شو، د توپ وهنې پرمهال په سترګه په توپ ولګېد او د کورني کرکټ پرمهال په روغتون کې ومړ.
ویلف سلک
ویل سلک د انګلستان اوپنر توپ وهونکی و، د مېډل سېکس لوبډلې لپاره لوبېده، د ډګر ساتنې پرمهال ولګېد او ووژل شو.
د ده مړینه د کرکټ په تاریخ کې تاریخچه جوړه کړه او له لومړۍ مړینې ور وسته دوهمه ستره کرکټي مړینه وه، چې ۱۹۸۹ م کال کې رامنځته شوه. له ده وړاندې په ۱۹۵۹ م کال کې د عبدالعزیز په نوم پاکستانی لوبغاړی په کرکټ کې وژل شوی و.
پاکستان عبدالعزیز
عزیز په کورنیو لوبوکې ویکټ ساتونکی و، هغه په کراچۍ ښارکې په یوه لوبه کې لوبېده، چې په پوښتیو کې په توپ ولګېد او روغتون کې ومړ.
نوموړی اتلس کلن و، چې په ۱۹۵۹ م کال کې ووژل شو.
انډي ډوکټ
انډي ډوکټ انګلستانی توپ وهونکی و، چې د لوبې پرمهال پرې د زړه حمله راغله او ساه یې ورکړه.
نوموړی د کرکټ په کور یعنی لارډز لوبغالي کې مړ شو.
ځېنې نور لوبغاړي بیا ویکي پېډیا رااخېستي، چې لوبوکې د لګېدو له امله ټپي شوي او بیا مړه شوي دي.
جسپېر وېنال انګلستانی، جورج سمر انګلستانی، انګلستانی فرید ریک رنډن، مېچل اېنسورت او د نمېبیا رېمونډ وان سکور.

 

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ