سپورټ نړیوال کرکټ

ځیني لوبغاړي او د هغوی اتلولۍ

دغو ۹ لوبغاړو د خپلو لوبډلو لپاره افسانوي رول ادا کړی او په اصطلاح د خپل هېواد لپاره اتلان وو.

د کرېک ټرکر وېب پاڼه لیکي، دوی د خپل کرکټ کېریئر پرمهال د اتلانو رول ادا کړی او هېوادونه به یې دا کارنامې یادې ساتي.

ظهیرخان

Zaheer-Khan.jpg

هندی مسلمان زهیرخان د نړۍ له غوره توپ اچوونکو څخه و، ده په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوله او د خپل کم ساري سوېنګ له کبله یې توپ اچونه خورا خطرناکه وه.

۲۰۰۰ م کال کې نوموړی له کپیل ډیو څخه وروسته د هند تر ټولو ښه بالر و.

۲۰۰۷ م کال کې یې د ټېسټ لوبو پرمهال د انګلستان خلاف هند ته بریا ورکړه او دې ټېسټ لوبو کې دی مخکښ وېکټې اخېستونکی بالر و.

۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان لپاره غوره کیڼ لاسی توپ اچوونکی و

ظهیر د هندوستان لپاره ۶۰۰ وېکټې اخېستي دي او د نړۍ یو قهرمان بالر یادېدلی شي.

د هند لپاره دوهم اتل سوراف ګنګولي

د کرېک ټرکر وېب پاڼه لیکي، ګنګولي د هندوستان د کرکټ معاصر تاریخ کې نه هېرېدونکی نوم دی، د ده په لوبډلمشرۍ کې هندوستان ۲۱ ټېسټ لوبې وګټلې، د ډوني او ویرات کولي په څېر توپ وهونکي یې لوبډلې ته راجلب کړل.

دې چارې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې مثبت او له پرمختګ ډک رول ادا کړ.

ده ۱۵ کاله د هند لپاره په نړیوال کرکټ کې تېر کړل او په دومره وخت کې یې ۱۸ زره منډې د هند لپاره وکړې.

Rahul-Dravid.jpg

نوموړي اف سټم او کور ډرایف شاټونه خورا سټایلېش لوبول.

د هند لپاره دریم اتل؛ خطرناک توپ وهونکی وېرېنډر سېواګ

له شک پرته سېواګ د هندوستان هغه لوبغاړی و، چې په لوبه کې یې هیڅ وېره نه احساسوله، هغه په خپل زړور اوپننګ سره د مینوالو او هندوانو زړونه ګټلي وو.

هغه یواځېنی هندی توپ وهونکی دی، چې په ټېسټ لوبو کې یې درې ځلې ټراېپل سلیزې یا درې غبرګې سلیزې وهلي دي.

ده به په لباس باندې د ۴۴ نمبر یا شمېره لګوله؛ خو لومړیو کې د ده په کمیس نمبر نه و.

وروسته یې بیا بیخي نمبر لرې کړ او پرته له نمبره لباس کې لوبېده.

Virender-Sehwag.jpg

سېواګ په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې ۸ زره منډې کړي دي او سټرایک رېټ یا ګوزار کچ یې برید کوونکی و.

۲۰۱۵ م کال کې له لوبو ولاړ او استعفا یې وکړه.

لېنک:

https://www.youtube.com/watch?v=clnt88-qJ70

انیل کوملی

انیل کوملی د هندوستان ستر ټېسټ لوبو وېکټ اخېستونکی بالر دی، ده په ۱۹۹۹ م کال کې په یوه ټېسټ لوبه کې د هند لپاره د لس وېکټو اخېستلو تاریخي ریکارډ جوړ کړ.

له پاکستان څخه یې په نوي ډیلي کې په یوه پاڼۍ کې ۱۰ وېکټې واخېستې او د پاکستان ټوله لوبډله یې په یواځې ځان سوځولې وه.

دی په کرناټاکا کې زېږیدلی و او لېګ برېک توپ اچونه یې کوله.

هغه په ټېسټ لوبو کې ۶۱۹ او یو ورځنیو لوبوکې ۳۳۷ وېکټې اخېستې وې.

Kumble-in-1995-Northampton.jpg

۲۰۰۸ م کال کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و او پېرت کې یې اسټرالیا ته ماته ورکړه.

۲۰۱۶ م کال کې د هندۍ لوبډلې روزونکی و او ۲۰۱۷ م کال کې له قهرمانۍ جام سیالیو وروسته له لوبډلې جلا شو.

د بالېنګ ویډیویي لېنک یې:

https://www.youtube.com/watch?v=vlXjRL6UoeM

اسټرالیایي سټیف واف

د کرکټ په تاریخ کې اسټرالیا وخت ناوخت خطرناک لوبغاړي کرکټ ته ورډالۍ کړي دي او د کرکټ لوبغالي یې پرې ښکلي کړي دي.

سټیف واف ۴۱ ټېسټ ټرافیانې یا اتلولۍ د اسټرالیا لپاره په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي، هغه ۱۹ کاله د اسټرالیا لپاره کرکټ وکړ، ۱۰ زره ۹۲۷ منډې یې په ټېسټ لوبو کې کړي دي.

Steve-Waugh.jpg

دی په ۲۰۰۴ م کال کې له لوبو رخصت شو، ۱۹۹۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې ۳۹۸ منډې وکړې او د اسټرالیا لپاره یې د دوهم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي وګټله.

د یوې لوبې ویډیو یې:

https://www.youtube.com/watch?v=sLXOjaBpzVQ

ریوي چندرن اشوېن

۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د سېواګ او ټېنډولکر ترڅنګ اشوېن هم یو اتل و، هند ته یې اتلولۍ ورکولو کې رول ولوباوه.

۲۰۱۱ م کال جام کواټرفاینل سیالۍ کې یې د ریکي پونټېنګ او واټسن وېکټې واخېستې او په دې وېکټو سره یې هند نیمه پایلوبې ته ورداخل کړ.

Ravichandran-Ashwin.jpg

هغه اوس د ټېسټ لوبو ماهر دی او په دې لوبوکې یې ۳۵۰ وېکټې اخېستې دي.

سچېن ټېنډولکر

ټېنډولکر په ۱۶ کلنۍ کې د هند لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې، ۱۹۹۲ م کال کې یې د انګلستان خلاف د ټېسټ لوبو لومړۍ سلیزه ووهله، هغه په ټولو نړیوالو لوبوکې کابو ۳۴ زره منډې کړي دي او د بیلیون خلکو توقعات یې پوره کړي دي.

Sachin-Tendulkar-and-Virender-Sehwag.jpg

هندوستان هغه ته د کرکټ بګوان یا خدای وایي او په کرکټ کې له فطري وړتیاوو ډک و.

هغه د کرکټ په نړۍ کې یواځېنی لوبغاړی دی، چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې یې سل سلیزې وهلي دي او سلو سلیزو په پاچا توپ وهونکي مشهور دی.

ویډیویي لېنک:

https://www.youtube.com/watch?v=0GY0gGWs4J8

راهول ډراوېډ

ډراوېډ د هند لپآره ټېسټ لوبو کې ۱۳ زره او یو ورځنیو لوبو کې ۱۰ زره منډې کړي دي، ۲۱۰ یې ټېست لوبې کړي.

د کرېک ټرکر وېب پاڼې په وېنا هغه خورا خاموش لوبغاړی و.

هغه په ویسټ انډیز، افریقا او انګلستان کې د هند لپاره ټېسټ اتلولۍ ګټلي او د ده د روزنې پرمهال د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال جام هم ګټلی دی.

لسېت ملېنګا

Lasith-Malinga-2.jpg

سریلانکایي لسېت ملېنګا د کرکټ په نړۍ کې د یو بیل انداز توپ اچونې ماهر و، دی د یارکر توپونو پاچا یادېده او ډېری وخت یې په یارکر توپونو لوبغاړي بولډ کړي دي.

ملېنګا ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ وېکټې، یو ورځنیو لوبوکې ۳۳۸ وېکټې او شل اوریزو لوبوکې یې ۹۷ وېکټې اخېستي دي.

ملېنګا د سریلانکا لوبډلې سربېره په غوره سوداګریزو لیګونو کې هم توپ وهونکي مغلوب کړي او ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

په افغان لوبډله کې بیا په تېرو پړاوونوکې د حمید حسن نوم یادولی شو، چې افغان لوبډلې ته یې دوهمه درجه هېوادونو کې سترې لوبې ګټلي او لوبغاړي یې بولډ کړي دي.

او اوس وخت کې راشدخان له چا کم نه دی.

sdfdffd.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی