د لسیزي غوره لوبغاړی راشد خان وپيژنئ

لیکنه : عبدالله عادل
بشپړ نوم یې راشدخان ارمان دئ او دا مهال په راشدخان سره پېژندل کیږي ځیني خو ورته د زیاتې میني خان صاحب وايي.
راشدخان د ۱۹۹۸ کال د سیپټمبر پر ۲۰مه نېټه د ننګرهار په ولایت کښي زېږېدلی دی چي دا مهال ۲۲ کلن دی.
خان د ملي لوبډلي مخکښ توپ اچووونکی دئ چي په ښي لاس لیګ بریک توپ اچونه کوي .
راشد د یو ورځنیو لوبو د توپ اچووونکو تر منځ یوولسم خو د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کښي بیا لومړی مقام لري .
دا مخکښ لوبغاړي خپله لومړۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر ۱۸مه د زیمابوی خلاف ترسره کړه له هغه وروسته نوموړي په لږ وخت کي د ملي لوبډلي لپاره بهریني لوبي ترسره کړې چي په مټ یې افغان لوبډلي ډيری لوبي وګټلې .
ارمان په ۲۰۱۸ کال کښي نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د ملي لوبډلي لوبډلمشري هم وکړه دا مهال نوموړی ۱۹ کلن وو چي په دې سره لومړی ځوان لوبغاړی سو چي په ۱۹ کلنۍ کښي د یوې نړیوالې لوبډلي لوبډلمشري کوي.
د همدغو سېالیو په پای کښي د ویسټ انډیز خلاف راشد خان تر ټولو کم عمره او چټګ لوبغاړی سو چي یو ورځنیو لوبو کښي ۱۰۰ ویکیټي ترلاسه کوي .
دا چي راشد د ملي لوبډلي تر څنګ په سترو نړیوالو لیګونو کښي لوبېدلئ او ښې لاسته راوړني لري لاملونه یې د هغه جادوګره توپ اچوونه ، زړوره ډګرساتنه او د اړتیا په صورت کښي مناسبه توپ وهنه ده مقصد دا چي راشد خان په دریو واړو برخو کي پېژندل سوې او ځلېدلې څېره ده .
د (ODI)یو ورځنیو لوبو کارکردګي:
راشدخان تر دا مهاله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د توپ اچووني برخه کي په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کښي ۱۳۳ ویکیټي ترلاسه کړي ، د منډو ورکولو اوسط یې ۴ او د یو ورځنیو لوبو تر ټولو بهترینه توپ اچوونه یې په ۲۰۱۷ کال کښي د ویسټ خلاف د ۱۸ منډو په ورکولو سره د ۷ لوبغاړو سوځول دي.
راشدخان توانېدلی چي په یو ورځنیو لوبو کښي ۴ ځلي ۵ او ۴ ځلي ۴ ویکیټي ترلاسه کړي.
د ښې توپ اچووني تر څنګ راشد خان په یو ورځنیو لوبو کښي ښه توپ وهونکی هم دئ ، هغه د افغانستان لپاره په ۷۱ نړیوالو لوبو کي ۹۰۵ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي تر ټولو ډيري منډي ۶۰ دي.
په یو ورځنیو لوبو کښي ۴ نیمه سلیزي لري او تر دا مهاله یې کومه سلیزه نده ترسره کړې.
او د ډګرساتني په برخه کښي تر دا مهاله ۲۲ کیچونه نیولې دي.
د شل اوریزو لوبو کارکردګي:
راشدخان د افغانستان لپاره په ۴۸ شل اوریزو لوبو کي ۸۹ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې تر ټولو ښه توپ اچونه د دریو منډو په بدل کي د پنځو لوبغاړو اوټ کول دي. په یوه اور کي یې د منډو ورکولو اوسط ۶ دی. همدارنګه راشد په ۴۸ شل اوریزو لوبو کي د توپ وهني په برخه کي ۱۶۳ منډي جوړي کړي.
راشد خان څلور ټسټ لوبو کي ۲۳ ویکټي ، ۸ فرسټ کلاس لوبو کي ۵۸ ویکټي او په ۷۳ لیسټ اې لوبو کي ۱۳۷ ویکټي ترلاسه کړي.
راشد خان د نړۍ په تقریبا ټولو تجارتي لیګونو کي لوبیدلی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي یې د ګران وطن درې رنګه بیرغ ځلولی.
خان تازه د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د شل اوریزو لوبو د لسیزي د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل سوی چي په دې سره یې ځان، کورنۍ او خپل وطن ته ویاړ بخښلی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ