ادبیات

اپلاتوني مینه

لیکنه: مصطفی سالک

اپلاتوني مینه چې په انګلیسي کې یې ( Platonic love) بولي یوه داسې مینه ده چې جنسي اړیکي په کې نه وي او نه دا مینه د جنسي کشش له کبله پیدا کیږي بلکې روح او ذهني وړتیاوې دي چې دا ډول مینه زیږوي، د اپلاتوني مینې اصطلاح نه اپلاتون خپله کارولې او نه د هغه د مهال بل فیلسوف بلکې داد هغه د ضیافت مکالمې ته اشاره ده دا اصطلاح په لومړي ځل په لاتیني ژبه کې مارسیلیو فیچینو په ۱۵ مه میلادي پیړۍ کې وکاروله هغه هم د هغو اړیکو لپاره چې د اپلاتون او د هغه د شاګردانو تر منځ موجودې وې.

په ارواپوهنه کې یوې اړخیزې مینې ته هم اپلاتوني مینه وايي دا چې دا مینه په یوه زړه کې وي او له بلې مینې سره تصادم نه کوي نو د جنسي اړیکو شونتیا په کې نه وي. په نړۍ او په ځانګړي ډول ختیځ او بیا په افغانستان کې داسې مینې ډیرې دي او ګڼ خلک اپلاتوني مینه کوي.

که د ختیځ هنرونه او شاعري وکتل شي ددغې مینې پریمانه بیلګې موندل کیدی شي

اپلاتوني مینه ډیره سیځونکي وي ځکه چې د پیکه کیدو لپاره یې وصال نشته او نه د مین په زړه کې د وصال هیله وي. په دې ډول مینه کې معشوقه سراسري تقدس او سپیڅلتیا وي ځکه چې مین یوازې مینه لري او نور ګرد او غبار یې د تقدس ځلا نه تتوي.

ماته سپیڅلتیا او تقدس لري

ما خو به تر خدایه رسوي مینه

خو یو شمیر ارواپوهان د اپلاتوني مینې په پرتله رومانتیکه مینه چې د جنسي اغیز تر سیوري لاندې وده کوي ځواکمنه بولي او استدلال یې دا وي چې جنس د انساني وجود یوه ځواکمنه غریزه ده وايي په کومه مینه کې چې د جنسي اشباع هیله وي هغه ډیره سیځونکي وي او جنسي اړیکې ددې لامل ګرځي چې عاشق او معشوقه یو بل ته ډیر نږدې شي.

که رومانتیکه مینه ځواکمنه هم وي خو هله چې د جنسي اړیکو په هیله ولاړه وي نه په جنسي اړیکو ځکه مینه هغه وي چې انسان یو څه نه لري او د لاس ته راوړلو لپاره یې هڅه کوي چې په دې حالت کې د انسان په زړه کې تنده او په زړه کې لټون وي دا بیت یې ښه انځور دی:

زه به د حورې غیږ کې تنګ شمه فریاد به وکړم

هلته خو تنده وه لټون و دنیا ډیره ښه وه

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل