طبیعت له نړۍ

م م: له امریکا پرته، نور ټول هیوادونه غواړي چې پلاستیک بند شي

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

ملګري ملتونه وايي، د امریکا محتده ایالاتو پرته، تقریباً د نړۍ نور ټول هیوادونه موافق شول، چې د پلاستیکي ګند مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، پرون د جمعې په ورځ ۱۸۶ هیوادونه هغې موافقې ته ورسیدل، چې له مخې به يې د پلاستیک صادارت او واردات په جدي ډول څارل کیږي، او له پولو (سرحدونو) څخه به د پلاستیکي ګند د اووښتو مخنیوی کیږي.

د ملګرو ملتونو د چاپيریال ساتنې د پروګرام یو مشر رولف پايټ دا موافقه د سویس د بازیل د ۱۹۸۹ کنوانسیون کې یو تاریخي تعدیل بللی.

نوموړی وايي، دا موافقه به د پلاستیک د نړیوالې سوداګرۍ په ښه مدیریت کې مهمه ونډه ولوبوي، او د هغو ګواښونو مخه به ونیسي، چې د پلاستیک له امله ځمکې، بحرونو او د ځنګلي ژوو ته پيدا کیږي.

هغه زیاتوي:

“دا د نړۍ هیوادونو، خصوي سکتور، او مصرفوونکي مارکیټ ته یو قوی سیاسي سیګنال دی، چې موږ اړ یوو لاس په کار شو. هیوادونو پریکړه کړې، چې [د ستونزې د مخینوي] لپاره یو څه وکړي؛ او دا به په عمل کې ثابتوي.”

دا موافقه یواځې په پلاستیکي کڅوړو پورې محدوده نه ده، بلکې روغتیايي سکتور، فیشن، تیکنالوژي، خواړه، څښاک، او فضايي کمپنۍ هم په بر کې نیسي.

ښاغلي رولف ویلي، چې د نړۍ هیوادونه به ددې ستونزې سره د مبارزې لپاره د تړون سره سم خپلې حل لارې وړاندیز کړي. نوموړي زیاته کړه، ځیني هیوادونو لکه متحده ایالات چې دا تړون يې نه دی لاسلیک کړی، هم له دې تړون څخه اغیزمن شي. ځکه له دوی څخه نورو هیوادونو ته ورتلونکی پلاستیکي ګند په جدي ډول څار او کنټرولیږي.

نوموړي وویل، چې داسې یو سیستم به رامینځ ته کړي، چې په شفاف او دقیق ډول به له یو هیواده بل ته صادریدونکی او واردیدونکی پلاستکي ګند وڅاري.

پاول روز د ملي جعرافيي او سیندونو څیړونونکی وايي، چې د پلاستیک څخه د پيښيدونکي ککړتیا په تړاو دې عامه پوهای زیات شي او عامه ذهنیتونه دې جوړ شي.

يو پر لیکه (انلاین) حرکت کې چې “په جنت کې د پلاستک ښخول بس کړئ” نومیږي، یواځې تیره اوونۍ تر یو میلیون ډیرو خلکو برخه اخیستې.

ملګري ملتونه وايي، چې همدا اوس په بحرونو کې تر ۱۰۰ میلونه ټنه ډیر پلاستیکي ګند پروت دی، چې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه يې له ځمکې څخه ورغلی.

د نړۍ اقتصادي فورم (مجلس) اټکل کوي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په سیندونو او بحرونو کې د ماهیانو له وزن څخه زیات د پلاستیک ګند وي.

تیر کال د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي ادارې ویلي وه، چې یواځې د کابل اوسیدونکي هره ورځ تر ۷ ټنه پلاستیک ضایع کوي، چې په دې کې ۴ ټنه پلاستیکي کڅوړې او درې ټنه پلاستیکي بوتلونه دي.

ددې ادارې چارواکي انديښنه لري، چې د پلاستیکي ګند ډیریدل که همداسې دوام وکړي، د هیواد ځمکه به هیڅ بوټی شین نکړي.

د پلاستیک بدیل تاري کڅوړې او اخباري کاغذونه دي، چې په ځينو هیوادونو او ښارونو کې وار له مخه کارونه پیل شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین