بریا او پرمختګ خوندیتوب کورنی ژوند

د پلار او زوى اړيکې

مرکه: صدیقه پوپلزۍ 

د کلتور تر چتر لاندې ژوند کول، په ډېرو افغانو کورنیو کې دود ګرځېدلی، ډېرې ټولنې وچ او لۀ وړاندې جوړ شوي قوانین لري چې ډېرځله د کور پر ټیټه طبقه باندې پۀ زوره منل کیږي، د بېلګې پۀ توګه کله چې پلار ناست وي نو زوی نشي کولای خپلې پښې وغزوي، دا پۀ دې باندې دلالت کوي چې د پلار او زوی اړیکې تر ډېره روښانه نۀ دي، ځکه پرته لۀ پلاره هیڅوک پرېکړه نشي کولای، یوازې د پلار خبر منل کیږي نو کۀ یې پرېکړه سمه وه یا ناسمه. د پلار او زوی تر مینځ اړیکې یوه اړینه مسله ده چې پۀ ټولنه کې ډېر پام نۀ ورته کیږي، پر همدې اړوند د هېواد لۀ وتلي ارواپوه ښاغلي شرف الدین عظیمي سره غږېدلي یو هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد خدای دې وکړي چې روغ، جوړ او خوشاله اوسئ د لومړۍ پوښتنې پۀ توګه کۀ راته ووایئ چې پۀ افغانستان کې لۀ پلار سره د زوى اړيکې کې څنگه دي؟

استاد عظیمي: سلام تاسو، درنو همکارانو او قدرمنو لوستونکو ته، هیله لرم چې د صحت جامې به مو پۀ تن وي. لۀ بده مرغه باید ووایم چې پۀ افغانستان کې د پلار او زوی تر مینځ اړیکې ناڅرګندې دي د بېلګې پۀ توګه ماشوم پوښتنه نشي کولای، خپل احساسات پټوي، خپلې غوښتنې نۀ وایي، خپل نوښت نۀ ښیي ځکه د پلار پۀ مخکې خبرې کول او لۀ هغۀ سره مخالفت دودیز جرم دی.

پوپلزۍ: استاد څنگه دا اړيکه ښه کېداى شي؟

استاد عظیمي: د پلار او زوی د اړیکو رغولو لپاره باید دواړه لوري خپلې ګډې لېوالتیاوې پیدا کړي، خپلې بوختیاوې کمې او یوبل ته وخت ورکړي د بېلګې پۀ توګه پۀ ګډه لوبې او ورزش وکړي چکر ته لاړ شي او تفریح وکړي، بله اړینه مسله ارزښت دی کۀ دواړه لوري یوبل ته ارزښت ورکړي د یوبل درناوی وکړی او یوبل سره آزادې اړیکې ولري، پلار لۀ زوی سره د خپلو راتلونکو پلانونو پۀ اړوند خبرې وکړي، د زوی پر وړاندې خپل مینځي جنجالونو ته د پای ټکی کېږدي، زوی ته د بېلابېلو لوبو سرته رسولو اجازه ورکړي، د منفي چارو پر ځای د هغۀ پر مثبتو تمرکز وکړي، خپل زوی لۀ نړۍ او خلکو سره بلد کړي، پۀ ټولنیزو غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي، لۀ نجونو او مېرمنو سره د سم چلند تګلارې ورزده کړي او خبرو ته یې غوږ ونیسي نو دا به د پلار او زوی اړیکې تر ډېره ښې کړي.

پوپلزۍ: استاد زامن لۀ پلار سره ښې اړیکې لري کۀ لۀ مور سره؟

استاد عظیمي: د دې پوښتنې پۀ ځواب کې باید ووایم چې ډېر ځله د زامنو اړیکه د پلار پۀ پرتله لۀ میندو سره ښه وي، ځکه، لۀ مخالف جنس سره لېوالتیا یوه فطري ځانګړنه ده ښايي ډېرځله مو اورېدلي وي چې ځیني زامن د “مور زوی” یا “بچه ننه” پۀ نومونو یادیږي، دا مسایل ددې ښکارندویي کوي چې د مور او زامنو تر مینځ متقابله لېوالتیا شتون لري، میندې هم د لوڼو پۀ پرتله لۀ زامنو سره ډېره مینه کوي.

پوپلزۍ: استاد پلار باید د خپل زوى پۀ چارو کې لاسوهنه وکړي! کنه؟

استاد عظیمي: پلار باید د زوی پۀ چارو کې لاسوهنه وکړي خو دا هر څۀ باید د مشورې پۀ ډول وي ځکه هره چاره پۀ مشوره کیږي او پۀ مشوره شوی کار پایله هم ورکوي مګر دا هر څۀ باید پوله او حد ولري ځکه هر څۀ چې لۀ پولې واوړي ستونزې جوړوي، ډېرې لاسوهنې د ماشوم پر ځان باور راکموي، د ماشوم شخصیت تر پوښتنې لاندې راځي، ډېرې لاسوهنې ماشوم ته د ګوښه والي احساس ورکوي او ښایي د ځینو اروایي ستونزو لکه ژورخپګان، اضطراب، سټرس او وسواس لامل هم کيږي، همدارنگه لۀ ماشوم څخه پۀ یواځې توګه د پرېکړې کولو وړتیا اخلي او ددې تر څنک یې پۀ ټولنیزو اړیکو کې محدودیت رامینځته کوي چې ښایي د ټولنیزو اړیکو د خرابېدو لامل شي.

پوپلزۍ: استاد کوم لاملونه د پلار او زوى اړيکې خرابولای شي؟

استاد عظیمي: ډېرځله د ځینو بې ځایه او بې مانا محدودیتونو وضع کول، غوصه ناک چاپېریال او پۀ غوصه خبرې کول، د پلار او زوی تر مینځ د ملګرتیا او صمیمیت نۀ شتون، پر خواله رسنیو باندې خورا ډېره بوختیا، زامنو ته وخت نۀ ورکول او د هغوی خبرو ته غوږ نۀ نیول، لۀ کوره بهر بوختیاوو او زامنو ته په رسیدنه کې انډول نۀ ساتل، پۀ ګډ ژوند کې ستونزې، ارواي ګډوډۍ او روږدتیا، د اولادونو تر مینځ توپیر او د ارزښت او متقابل درناوي نۀ شتون هغه لاملونه دي چې پۀ ډېری کورنیو کې یې د پلار او زوی اړیکو ته زیان اړولی.

پوپلزۍ: زوی باید د پلار د خوښئ او رضایت لپاره څۀ وکړي؟

استاد عظیمي: د پلار د رضایت لپاره لومړی اصل درناوی دی، زوی باید خپل پلار ته درناوی وکړي، وخت ورکړي ورسره کېني، ورکړل شوي مسوولیتونه سم او پر وخت تر سره کړي، درسونه او کورنۍ دندې پۀ لوړه کچه سر ته ورسوي، د پلار خبرو ته پۀ سمه توګه غوږ ونیسي، خپلو چارو ته پلان جوړ کړي، خپل ناوړه او بد ملګري وپېژني او هغوی سره راکړه ورکړه او تګ راتګ بند کړي او خپلې اړیکې لۀ خپلې مور، خور، ورور او د کورنۍ نورو غړو سره ښې او ورغوي دې مسایلو ته پاملرنه د پلار پر احساساتو اغېزه کوي او پۀ عاطفه کې یې نرمښت رامینځته کولای شي.

پوپلزۍ: استاد یو پلار باید د خپل زوی د پرمختګ لپاره څۀ وکړي؟

استاد عظیمي: ټول پلرونه باید د خپلو زامنو وړتیاوې وستایي تر څو پر خپلو وړتیاوو باور پیدا کړي او پر ځان باوري مخته ولاړ شي، دویم لامل چې د زوی د پرمختګ لامل ګرځي هغه تشویق او هڅول دي، هڅول ډېرځله جادويي اغېزې لري خو د مادي او معنوي هڅونو تر مینځ انډول باید مراعت شي کنۀ ستونزې به جوړې کړي، همدارنګه د محدودیتونو راکمول، د زوی پر هڅو تمرکز، د هغوی د اړیکو او ملګرو څېړل، لۀ نورو سره د هغوی لۀ پرتلنې پۀ کلکه ډډه کول، پۀ بېلابېلو چارو کې هغوی سره مرسته کوي او زوی ته د پرېکړو کولو واک ورکول هم لۀ زوی سره د ژوند پۀ پرمختګ کې مرسته کوي.

پوپلزۍ: استاد مور خپل زوى ښۀ درک کولاى شي که پلار؟

استاد عظیمي: ښه پوښتنه مو وکړه لکه څرنګه مو چې وړاندې هم اشاره ورته وکړه ډېر ځله مورانې خپل زامن د پلرونو پۀ پرتله ښۀ درک کوي او په مقابل کې یې پلرونه لورانې ښې درک کولای شي، ځکه دا یوه فطرې ځانګړنه ده چې پلرونه لۀ لورانو او مورانې له زامنو سره بیخي زیاته مینه کوي.

پوپلزۍ: استاد د ښۀ زوى او پلار ځانگړتياوې کومې دي؟

استاد عظیمي: هغه زامن او پلرونه چې تر مینځ یې متقابل درناوي شتون ولري، یوبل ته وخت ورکړي، خپل مسوولیتونه ومني او پر وخت او سمه توګه یې ترسره کړي، د یوبل خبرو ته غوږ ونیسي او ښۀ اورېدونکي اوسي، خپل شخصي ژوند، کورني ژوند او چارو ته پلان جوړ کړي او یوبل ته ارزښت ورکړي د نړۍ تر ټولو ښۀ او غوره ژوند به ولري، دا مې ځکه وویل چې پۀ ډېری کورنیو کې درناوی او ارزښت یو اړخیزه بڼه لري پۀ دې مانا چې زوی باید د پلار درناوی وکړي خو پلار باید تل خپل زوی ورټي چې دې ته بیا د تربیې ښه لاره نشو ویلای.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې پۀ توګه کۀ راته ووایاست چې، ډېری زامن لۀ پلرونو سره تړلي (وابسته) دي دا ستونزه څنګه ارزوئ؟

استاد عظیمي: د دې پوښتنې پر ځواب کې باید ووایم چې تړاو د زوی پر ځان باور راکموي او لۀ دې سره، زوی نشي کولای آن خپلې شخصي چارې هم پۀ سمه توګه سرته ورسوي همدارنګه د ودې او پرمختګ مخه نیسي ځکه زوی لۀ مالي او معنوي اړخه پۀ پلار پورې تړلی، نو پر همدې بنسټ زده کړې، دنده او کار خوشې کوي چې همدا د ودې مخه نیسي، ددې تر څنګ د نورو همزولو پۀ پرتله شاته پاتې کیږي، ګوښه والی غوره کوي، پر ټولنیزو اړیکو یې ناوړه او منفي اغېز کوي، پر اروایي ګډوډیو لکه ژورخپګان اضطراب او نورو اخته کیږي او پۀ لویوالي کې لۀ نورو کسانو سره تړاو (وابسته) کېدو ته هم لارهواروي.

پوپلزۍ: استاد له تاسې نه يوه نړۍ مننه په دې هيله چې د نورو موضوعاتو په هکله هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ.

استاد عظيمي: له تاسو هم يوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د يوه روغ، اباد افغانستان په هيله خداى مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ